افغانستان

طالبانو د ښځو په وهلو ټکولو کابل کې د نن ورځې اعتراض پایته ورساوه

د کابل یو شمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې ورځې د برید په اعتراض کې واټونو ته ووتې چې طالبانو د اعتراض کوونکو په وهلو ټکولو دغه اعتراض پایته ورساوه.

اعتراض کوونکو د «وطنواله؛ یو ځای شه»، «نسل وژنې ته نه»، «چوپتیا خیانت دی» او «نسل وژنه ودروئ» شعارونو په ورکولو له افغانانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل د دې پېښې پروړاندې پټه خوله پاتې نه شي.

د کابل مدني فعاله ژولیا پارسي چې د پلازمینې د نن ورځې په اعتراضونو کې یې حضور درلود وایی: «زموږ د نن ورځې اعتراض پر تاوتریخوالي وواښت. ټولې هغه نجونې چې له موږ سره وې وډبول شوې او غاښونه یې مات شول. د شهلا په نوم یوه ښځه یې دومره ووهله چې روغتون ته مو ولېږدوله.»

هغې دوام ورکړ، چې طالبانو نجونې دومره وهلې ټکولي او په متروکو یې ووهلې چې تر اوسه مو داسې څه نه وو لیدلي. ټولې هغه نجونې چې له برچي راغلې وې له ځان سره یې بېولې دي.

د عیني شاهدانو په وینا چې پلازمینه کې یې د ښځو په اعتراض کې حضور درلود، طالبانو خبریالانو ته اجازه ورنه کړه چې له دغو اعتراضونو ویډیو واخلي او هغوی یې وهلي ټکولي دي.

د اعتراض په توګه دغه غونډېدل د کابل هغه سیمه چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره او شیعه مذهبي دي دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې ترسره شول.

د ترټولو تازه راپورونو له مخې د دې چاودنې د قربانیانو شمېر ۳۲ تنه رسېدلی او په دې پېښه کې ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا د دې پېښې ډېرې قربانیانې نجونې وې.

دا یو ناوړه اقدام و

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید «ناوړه» بللی دی او له طالبانو یې غوښتي، چې زده کړو ته د لاسرسي لپاره د افغانانو حقونه خوندي کړي.

ګوتریش یوه ټویټ کې ولیکل چې لسګونه تنکي هلکان او نجونې کابل ښار کې پر یوه ښوونیز مرکز د «ناوړه» برید په پایله کې ووژل شول.

هغه په دوام کې له طالب چارواکو غوښتي چې ـ د قومیت او جنسیت له په پام کې نیولو پرته ـ زده کړو ته د افغانانو له ډاډمن لاسرسي څخه ساتنه وکړي.

دا په تېره یوه میاشت کې کابل کې پنځمه چاودنه ده. د دې پېښو ډېری قربانیان ملکي وګړي وو.