له لوګر ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله یو تن ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي، سېلابونو د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او مالونه هم زیانمن کړي او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
ځايي خلک له اړوندو مسوولینو غوښتنه کوي چې د قربانیانو مرسته وکړي او له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
