افغانستان

پر کاج ښوونیز مرکز برید؛ ډېری قربانیانې نجونې دي

د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې، پر کاج ښوونیز مرکز برید وشو. ځایي سرچینو آمو ته تایید کړې چې دا برید هغه مهال وشو چې زده کوونکي د کانکور امتحاني آزموینې لپاره راټول شوي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم دا چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې نولس تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. خو د پېښې شاهدان وايي چې ښایي د قربانیانو واقعي شمېر له دې ډېر زیات وي.

له بلې خوا ځینې سرچینو رپوټ ورکړی چې په دغه برید کې لږترلږه ۳۲ تنه وژل شوي او له ۴۰ زیات ټپیان دي، ددې پېښې ډېری وژل شوې زده کوونکې نجونې دي.

یو شمېر کورنۍ چې له برید وروسته د خپلو بچیانو د لیدلو لپاره د کابل په لوېدیځ کې علي جناح روغتون ته ورغلي وو، وایي طالبانو دوی وهلي ټکولي دي. دا کورنۍ وايي چې غوښتل یې قربانیانو ته د وینې ورکولو په موخه روغتون ته ننوځي، چې اجازه نه ده ورکړل شوې.

یوه مېرمن په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وایي: «موږ د دشت برچي علي جناح روغتون ته راغلو او غوښتل مو چې ټپیانو ته وینه ورکړو، خو له بدغه مرغه اجازه یې رانه کړه، وایي موږ له ښځو وینه نه اخلو، نه پوهېږم د ښځو وینه څه ستونزه لري.»

د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو دا برید د افغانستان د هزاره وګړو د نسل وژنې په توګه بللی دی. د کابل د لوېدیځ اوسېدونکې شریفې په ویډیویي پيغام کې ویلي: «نن یو ځل بیا د کابل لوېدیځ، دشت برچي، کاج کورس د هزاره وګړو د روڼ اندۍ مرکز د ترهګرو له خوا په نښه شو او یو ځل بیا یې زموږ ځوانان په وینو ولمبول. مېرمن شریفې زیاته کړه: «ولې نړۍ چوپه خوله ده؟ ولې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت نه پېژني؟ ولې د ټولو هزاره وګړو نسل وژنه کېږي؟ که یې وویل چې نجونې دې له هلکانو جلا درس ووایي، سره بېل مو کړل. که یې وویل چې حجاب دې مراعات کړي دا کار مو وکړ. نور څه وکړو؟ ولې هره ورځ د کابل له لوېدیځه وینې روانې دي؟»

غبرګونونه

دغه برید کورنۍ او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «زه د دشت برچي پر کاج اکاډمۍ د نن ورځې وېروونکی برید غندم، په همدې ځای کې په ۲۰۱۸ کال کې د داعش د برید تکرار، د هزاره او شیعه وګړو پر روزنیزو مرکزونو باید بریدونه پای ته ورسېږي. د افغانستان پر راتلونکي باید بریدونه پای ومومي. جنګي جرمونه باید ودرول شي او باید چې حساب ورکوونه وشي.»

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د امریکا د استازولۍ شارژدافیرې کرن دیکر هم ویلي: «امریکا د نن ورځې برید چې د کاج پر روزنیز مرکز وشو، په کلکه غندي.» مېرمن دیکر د لوست پر ټولګي برید یو له شرمه ډک عمل بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې هغه په کابل کې پر روزنیز مرکز د برید له امله د ځوانانو په وژل کېدو سخت غمجن دی او دا ناوړه په کلیمو سره نه شي بیانولی.

له بلې خوا، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ټویټ کې دا برید له ټولو انساني او اسلامي اصولو سره په مخالفت کې بللی دی.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي هم په یوه ټویټري پيغام کې د طالبانو واکمني په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو د آزادانه فعالیت لامل بللی دی.

د کابل په لوېدیځ کې په ځلونو پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه شوي دي. د کابل په لوېدیځ کې د ډېری وروستیو بریدونو چې قربانیان یې تر ډېره شیعه وګړي دي، داعش ډلې منلی دی.

سرچینې وایي چې د برید پرمهال، کابو درې سوه تنو په دې مرکز کې د کانکور په امتحاني آزموینه کې ګډون کړی و.

دا په تېره یوه میاشت کې په کابل کې پينځه چاودنه ده. په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړي قرباني شوي.