افغانستان

طالبانو کندهار کې تر شپږم ټولګي پورې لوړ عمره نجونې هم له ښوونځیو ایستلې

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته نجونو پروړاندې له بنديز وروسته تازه په کندهار کې طالبانو یو شمېر هغه نجونې چې په ټیټو ټولګیو کې دي او عمرونه یې له ۱۲ کلونو لوړ دي هم له ښوونځیو ايستلې دي.

کوچۍ د کندهار د درېیمي ناحیې اوسېدونکې ده او تازه د طالبانو له خوا ورته ویل شوي، چې نور دې ښوونځي ته نه ځي، ځکه عمر يې زيات دی.

کوچۍ وایي د طالبانو دغه پرېکړه ورته خواشینونکې ده او د دوی د دې پرېکړه له امله به یې هیلې نیمګړې پاتې شي.

کوچۍ وایي: «زموږ ټولې ښوونکي ښځينه دي. په حجاب کي ځو، له شپږم هم په ټيټو ټولګيو کې يوو، بيا ولي راته د زده کړو اجازه نه راکول کېږي؟ هېڅ لامل نشته.»

د راضیې په نوم د کندهار د دامان ولسوالۍ د غره د کلي اوسېدونکې هم تازه د عمر د لوړوالي له امله د ښوونځي له پنځم ټولګي کور ته لېږل شوې ده.

راضیه وایي د زده کړو پر وړاندي يې دا ډول خنډونه مخه نه شي نيولای او اوس په یوه خصوصي مرکز کې خپلي زده کړې مخته وړي.

له شپږمه په ټیټو ټولګیو کې نجونې زده کوونکې د زده کړو د اجازې غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د کندهار ولایت اوسېدونکي هم د طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بولي.

د کندهار ولایت د لومړۍ ناحیې د کابل شاه سیمې اوسېدونکی غلام حيدر وایي، هېڅ نه پوهيږي، چې د نجونو د زده کړو پروړاندي ولي دومره په يوه او بله پلمه خنډونه رامنځته کېږي.

حيدر وایي: «ټولنه باید په لوی لاس نالوستې نه شي، موږ په ټولنه کې د نارينه وو په څېر نجونو ته هم اړتیا لرو. دا چې لومړی له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړلي او اوس د عمر د لوړوالي په پلمه له شپږمه د ښکته ټولګیو نجونې هم ايستل کیږي د حيرانتیا او د ټولني په زيان خبره ده.»

کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست مشر فخرالدين نقشبندي هم تاییدوي، چې له شپږم ټولګي ښکته يو شمېر نجوني، چې عمرونه یې لوړ وو د شرعي مسووليت له مخي له ښوونځیو ایستل شوې دي.

نقشبندي وایي هر کله، چې د لوړو ټولګیو نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شي نو دغه نجوني به هم بېرته ښوونځيو ته ستنيږي.

«دغه نجونې، چې د عمر د لوړوالي له امله له ښوونځیو راګرځول شوې دي د لوړو ټولګیو نجونو ته له اجازې سره سم به بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو د لوړو ټولګيو پر زده کړو بندیز ولګېد، چې دې چارې ګڼې کورني او بهرنی غبرګونونه هم وپارول.