نړۍ

بایډن د پناه غوښتونکو د ورتلو لپاره اوسنۍ کچه ساتي

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې پر ورځ وویل چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ۱۲۵ زره کسان امریکا کې د پناه غوښتونکو په توګه منل کېدای شي.

په داسې حال کې بایډن له دغه پروګرام سره هوکړه کړې چې امریکا د راتلونکي مالي کال لپاره، چې په راروانه اوونۍ کې پيلېږي د پناه غوښتونکو د منلو ظرفیت لوړولو لپاره هڅې شوې وې.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټولې نړۍ د پناه غوښتونکو د منلو کلنۍ شمېر ۳۰ زره ته راکم کړی و؛ خو بایډن تېر کال هم هوکړه کړې وه چې دغه شمېر څلور برابره زیات کړي. له دې سره سره په امریکا کې په یوه مالي کال کې یوازې ۲۰ زره تنه منل شوي دي.

دغه ۲۰ زره تنه له هغو نږدې ۱۸۰ زره پناه غوښتونکو جلا دي چې په تېر یوه کال کې له افغانستان او اوکراین څخه امریکا ته تللي دي.

د پناه غوښتونکو ملاتړ کوونکې ډلې د ښاغلي بایډن پرېکړه ستایي او وایي، دغه اقدام له هغو کسانو سره د مرستې لپاره دی چې د طبیعي افتونو، سیاسي بې ثباتۍ، قحطۍ، اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله امریکا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د پناه غوښتونکو حقونو مدافعان د بایډن له حکومته غواړي چې د هغو کسانو د دوسیو پرمخ بېول چې په امریکا کې د کډوالۍ غوښتنه یې کړې ده چټک کړي.

د بایډن ادارې په تازه پروګرام کې چې طرحه یې په روانه زېږدیزه میاشت کې د امریکا کانګرس ته ولېږل او تایید شوه د افریقایي هېوادونو لپاره ۴۰ زره کسان په پام کې نیول شوي دي؛ په داسې حال چې دغه شمېر د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو لپاره ۳۵ زره تنه دی.

د دغه پروګرام یوه برخه د ختیځې اسیا، اروپا او لاتینې امریکا هېوادونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.