کډوالي

«د افغانانو د وضعیت د سمون قانون» د درېیم ځل لپاره د امریکا کانګرس ته وړاندې شو

تصویر از آرشیف.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو یوه قانوني طرحه چې «د افغانانو د وضعیت د سمون قانون» نومېږي، د دریم ځل لپاره د دې هېواد د استازو او سنا جرګې ته وړاندې کړې ده.

دا قانون چې اوس د یوې طرحې په چوکاټ کې کانګرس ته وړاندې شوی، په زرګونو هغو افغان وګړو ته چې د امریکا له پوځي وتلو وروسته بېړني حالت کې دې هېواد ته لېږدول شوي، د دايمي استوګنې قانوني لاره برابروي.

همداراز، په دې طرحه کې د هغو ځانګړو کډوالۍ ویزو د پروګرام د غځېدو وړاندیز شوی چې د افغان وګړو لپاره ځانګړي شوي، او همداراز د هغو کسانو د لېږد شرایط پراخېږي چې د پي۱ اوپي۲ دوسیې لري.

په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ اداره «افغان ایوک» په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا درېیم ځل دی چې کانګرس دا فرصت لري ترڅو له هغو افغان وګړو سره سم چلند وکړي چې د شلو کلونو جګړې په موده کې د امریکا له ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وو.

یادې ادارې له دواړو مجلسونو وغوښتل چې دغه طرحه ژر تر ژره تصویب کړي او ټینګار یې کړی: «موږ نور د انتظار وس نه لرو. د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی، او کانګرس باید همدا اوس اقدام وکړي.»

په دې اعلامیه کې راغلي: «د افغان ایوک ټیم د دې قانون له بیا معرفي کېدو چې د دواړو ګوندونو له لوري په دواړو مجلسونو کې ترسره شوی، هرکلی کوي. دا درېیم ځل دی چې له کابل څخه د سقوط راهیسې دا طرحه وړاندې کېږي. یو ځل بیا پخواني سرتیري، د نظامیانو کورنۍ، د بشري حقونو ملاتړي او مذهبي مشران یو موټی شوي او له کانګرس غواړي چې خپله ونډه ترسره کړي.»

افغان ایوک ټینګار کړی چې دا موضوع باید د واشنګټن د بې‌غورۍ بله قرباني نه شي.

یاده اداره زیاتوي: «هغه افغانې کورنۍ چې ډېری یې د امریکا د ماموریتونو د ملاتړ لپاره له خپل ژوند او شتمنیو تیر شوي، لا هم د حقوقي وضعیت له نه‌روښانه حالت سره مخ دي. ځینې یې همدا اوس په امریکا کې د ‘پرول’ په حالت کې ژوند کوي او د یوه باثباته ژوند د جوړولو چانس ته منتظر دي. نور بیا لا هم د قطر په السلیه کمپ کې د امریکا تر توقیف لاندې دي او ښايي بېرته هغه ګواښ ته وسپارل شي چې ترې تښتېدلي دي. دا کار هم له اخلاقي او هم له ستراتیژیک پلوه یوه ناکامي ده.»

افغان ایوک وایي چې کانګرس باید همدا اوس اقدام وکړي او نباید د واشنګټن د مهالویش مطابق عمل وشي، ځکه چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی.