افغانستان

ننګرهار کې ۷۰ زره زده کوونکي له ودانۍ پرته ښوونځیو کې زده کړې کوي

د ننګرهار په لیرې پرتو ولسواليو کې اوس هم د ښوونځيو زده کوونکي د ښوونځیو لپاره د ودانۍ له نشتوالي شکایتونه لري او وایي، وخت ناوخته يې د باد او باران له امله زده کړې نیمګړې پاتې وي.

دوی وایي په لرې پرتو ولسوالیو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري.

موږ د عيني شاهد په توګه د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې د ستن کلي د نجونو ښوونځي ته ورغلي وو او هلته مو د زده کوونکو حال واخیست.

د یاد ښوونځي زده کوونکي د وادنۍ د نشتون له امله د ونو او دیوالو تر سیوري لاندې زده کړې کوی او که باران يا تیز باد وي دوی رخصت وي.

جمعه خان چې په ياد ښوونځي کې ښوونکی دی وایي: «ښوونځی مو ودانۍ او د زده کونکو لپاره سرپناه نشته. همدا لامل دی، چې زده کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي. باران که څو ورځې دوام وکړي نو اړ یو زده کوونکو رخصت کړو.»

ځایي خلک هم د ښوونځیو لپاره د ودانۍ نشتون ته اندېښمن دي ځکه ډېر کله یې ماشومان د باد او باران پر مهال له زده کړو بې برخې وي.

دوی وایي دا هم لویه ستونزه ده، چې زده کوونکي دې د ګرمۍ پر وخت د ونو او دیوالونو سیوري لټوي.

قومي مشر ملک نذیر له طالبانو ګیله کوي، چې د يوه کال په تېرېدو سره دوی هم تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

دی وایي مخکې ورته دا ستونزه اواره نه شوه، خو اوس هم د حل په برخه کې اقدام نه لیدل کېږي.

ملک نذیر زیاتوي: «زمونږ ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او ډیر کله مو چې اولادونه د باران او تیز باد پرمهال ښوونځي ته ځي کورنۍ یې اندېښمنې وي، چې خدای مکړه د دې باران پرمهال به یې اولاد څنګه درس وایي او ښوونځي ته ځي.»

د یاد ښوونځي زده کوونکي هم له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ښوونځي زده کوونکی عبدالله وایي، اوسنیو حالاتو او د ښوونځي وضعيت یې له زده کړو زړه تور کړی او په خبره يې همدا لامل دی، چې ډېر کله په ښه زړه ښوونځي ته هم نه ځي.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست هم په دې برخه کې اندېښنه څرګندوي.

د یاد ریاست د مطبوعاتو برخې لپاره د طالبانو ویاند فرهاد ستانکزی وایي، په ټول ننګرهار کې اوسمهال د دولتي ښوونځيو ۷۰ زره زده کوونکي د ونو او دیوالو تر سیوري لاندې زده کړې کوي.

ستانکزی وایي د دې ولایت تر ۳۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ او د زده کونکو لپاره سرپناه نه لري.

د نوموړي په خبره: «د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې تر ۳۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او دا لویه ستونزه ده، موږ هڅه کړې او ګڼو ادارو سره مو خبرې کړي چې په دې برخه کې کار وکړي.»

ستانکزی زیاتوي په يادو ښوونځیو کې ۱۱۲ ښوونځي نه ودانۍ او نه احاطه لري، چې دا بیا تر ټولو لویه ستونزه ده.

نوموړی وایي د پوهنې وزارت ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د ودانۍ په برخه کې به همکاري کوي.

د یادونې ده، چې په ټول ننګرهار کې ۹۰۳ بابه ښوونځي دي، چې تر ډېره د ودانیو او سرپناه د نشتون ستونزه د دې ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې موجوده ده.