افغانستان

نړيوال کندهار کې د ډله یيز قبر د جسدونو څېړنه غواړي

د کندهار سیمه ییز مسوولين وایي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې يې داسي يو قبر موندلی، چې د ګڼو کسانو جسدونه پکې يو ځای خښ شوي وو.

د کندهار د والي وياند عطاالله زيد وايي، چې  امنيتي کسانو وړمه ورځ (شنبه د تلې پر ۲) د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د «ناوې» سیمې له کوڅې ډيم سره داسې قبر موندلی، چې پکې ګن وژل شوي کسان يو ځای خښ شوي وو.

زيد ادعا کوي، چې دغه کسان د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د قومندانۍ پر مهال وژل شوي وو؛ خو کوم اسناد يې وړاندي نه کړل. ياد کسان نهه کاله وړاندې په همدې سيمه کې لومړی په مرموز ډول وژل شوي او بيا تر خاورو لاندي شوي دي.

د کندهار د والي د وياند په وینا له دغه ډله یيز قبر څخه د ۲۱ کسانو هډونه ترلاسه او په يوه بله سيمه کې خاورو ته سپارل شوي دي. خو په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان مخکیني سرحدي ځواک يو چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وايي، دغه سيمه، چې پاکستان ته نږدې او د طالبان په واک کې وه او دغه وژنې هم طالبانو ترسره کړي دي.

اخوا پر بشري حقونو د څار کمېسیون د اسیا ځانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې یاد ډله ییز قبرونه باید خوندي وساتل شي او د ځانګړو متخصصینو له خوا وڅېړل شي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له طالب چارواکو غوښتي، چې د عدلي طب د څېړنو لپاره دې پر دغو جسدونو لاس نه وهي.

هغه ویلي چې موندل شوي جسدونه باید عدلي طب ته وړاندې او هلته د ځانګړو متخصصینو له خوا وڅېړل شي؛ خو طالبانو ډله یيز قبر کې پيدا شوي هډونه لا مخکي خاورو ته سپارلي دي.

تر دې وړاندي هم په کندهار ولايت کې داسي قبرونه او تر ځمکي لاندي جسدونه موندل شوي، چې د ادعاوو پر بنسټ د تېرو دوو لسيزو د جګړو پر مهال وژل شوي دي.