افغانستان

د افغانستان ۵۵ هندو او سیک وګړي هند ته ولېږدول شول

Photo: Vikramjit Singh

د افغان سیکانو او هندوانو د لېږدولو لپاره د هند په وروستیو هڅو سره، ۵۵ تنه دغه لږکي د یکشنبې په ورځ هند ته ولېږدول شول.

هند ته د هندو او سیک لږکیو د لېږدولو بهیر د دغه هېواد دولت له خوا پرمخ بیول کېږي.

په دغو ۵۵ تنو کې ۳۸ تنه د لوړ عمر خاوندان او اوولس ماشومان دي چې د یکشنبې په ورځ د اندراګاندي هوايي ډګر ته ورسېدل.

دا لېږدول د آریانا هوايي شرکت له خوا د هند دولت د یوې کمیټې له لوري ترسره شول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دوی ته برېښنايي وېزې صادرې کړې وې.

له دې مخکې د اګست په درېيمه دېرش تنه افغان هندي او سیک وګړي او د جولای په ۱۴مه هم ۲۱ تنه ډیلي ته لېږدول شوي وو.

لېږدول شوي کسان به د ډهلي په لویدیځ کې مېشت شي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د عمومي مجمع (IWF) رییس پونیټ چاندوک په دې اړه وویل، که څه هم دا د دغه دوو لږکیو دا وروستۍ ډله بللې؛ لا هم په افغانستان کې کابو ۴۳ سیکان موجود دي.

نوموړي زیاته کړه چې پاتې کسان د «ګورو ګرانت صاحب» د کتابو (د سیکانو مذهب د یوولسم روحاني) د کتاب د ساتنې لپاره پاتې شوي دي.

د هند دولت د دغه نوښت له مخې، تراوسه ۵۴۳ تنه دغه مذهبي لږکي د ډیلي لوېدیځ ته لېږدول شوي دي.

هند ته د هندوانو او سیکانو لېږد د سږ کال په جولای میاشت کې د کابل په کارته پروان کې پر ګوردواره (د سیکانو پر معبد) له برید وروسته چټک شول.

دغو کسانو نوي ډیلي ته له دننه کېدو سره سم د طالبانو تر رژیم لاندې د ستونزمن ژوند په اړه خبرې وکړې.

کرپال سینګ چې په کابل کې یې ژوند کاوه او یو کوچنی پلورنځی یې درلود په دې اړه یې وویل: «هېڅکله ونه توانېدو فکر وکړم چې کابل کې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږم؛ خو اوس په هند کې کولای شم ښه راتلونکي ته هیله‌من ووسم.»

مانسا سینګ هم هند ته د لېږد د تجربې په اړه وویل: «موږ د خپلو اولادونو د امنیت لپاره دلته راغلي یو او د هند له دولت څخه غواړو چې زموږ ۴۳ نور وروڼه چې په افغانستان کې پاتې دي راولېږدوي.»

د جمهوریت له سقوط وروسته لږ تر لږه ۷۰۰ سیکانو او هندوانو په افغانستان کې ژوند کاوه؛ خو کابو ټول یې د طالبانو د بریدونو له امله له هېواده وتښتېدل.