افغانستان

ننګرهار کې غیر مسلکي کان کیندنې ځنګلونه له منځه یوړل

د ننګرهار په شیرزادو، خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د شوکاڼې د کیندنې پرمهال ځنګل د له منځه تلو سره مخ دی.

تازه په شېرزادو ولسوالۍ کې د غيرفني کان کيندنې له امله شل کيلومټره ځنګل له منځه تللی او پاتې نور د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

ملک عمر وایي په شېرزادو ولسوالۍ کې د شوکاڼي د کانونو ایستلو له امله د ځنګل ونې وهل شوي او د ځنګل ډېره ساحه تخريب شوې ده.

هغه زیاتوي: «له بده‌مرغه دلته غیرمسلکي کیندنه روانه ده. ځنګل یو ارزښمتن توکی دی، خو دلته یې ونې وهل کېږي، چې دا ظلم او خیانت دی.»

د هسکې مېنې اوسېدونکی عبدالله هم په خپلې ولسوالۍ کې د ځنګلونو له منځه تلو ته اندېښمن دی.

دی وایي اوس هم په دې ولسوالۍ کې په خپلسرې توګه د ځنګلونو پرې کول روان دي، خو څوک يې مخنیوی نه کوي.

عبدالله زیاتوي: «طالبانو ته په کار ده، چې اوس د ځنګلونو ساتنه وکړي دا ملي مسله ده، که ځنګل پرې کېږي هر اړخیز تاوان ګورو. له بده‌مرغه څنګه چې لازمه ده طالبان ځنګل ته پام نه کويِ.»

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوول هم مني، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د غیرمسلکي کان کیندنې له امله ځنګل له منځه تللی دی.

په یاد ریاست کې د طبعي زېرمو آمريت لپاره د طالبانو آمر قاري سيداغا وایي د شېرزادو ولسوالۍ په کوديخېلو سيمه کې د شوکاڼي د کانونو د کېندونکو شرکتونو له لوري د ځنګل پرې شوي، خو په وینا يې دوی یې مخه نیولې ده.

نوموړی وایي په یاده سیمه کې ډېرې شنې ونې د شرکتونو له لوري پرې شوې او د ځنګل ډېره برخه یې له منځه وړې ده.

دی زیاتوي: «هو دا کیسه له پخوا روانه ده هغه سیمه کې چې کانونه پکې شته څوک په ځنګلونو رحم نه کوي، ځینې قانوني او ځینې بیا په خپل سر ډول کيندنې پيل کړې دي. تمه لرو چې د دې ستونزې مخه ونیول شي.»

د ننګرهار د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رئيس مفتي عبدالحميد وایي دوی د شنو ونو پر وهلو بشپړ بندیز لګولی دی.

دی وایي دا چاره په تېر کې ترسره شوې او اوس يې مخه نیول شوې ده.

مفتي عبدالحميد زیاتوي،: «موږ له سوداګرو سره ناسته کړې، هغوی ډاډ راکړی، چې دا چاره به نه ترسه کوي. هغو کسانو چې دغه کړنه یې ترسره کړې د هغوی په اړه به هم قانوني پرېکړه او عاملين به یې سزا ويني.»

ننګرهار کې د شوکاڼې د پروسس شرکتونو اتحاديه هم مني، چې په یاده سیمه کې ځنګل پرې شوی، خو زیاتوي دا کار پخوا شوی دی اوس نشته.

ځايي اوسېدونکي هم مني، چې اوس هم پر ځنګلونو رحم نه کېږي او د دوی په خبره هغه کسان چې دا چاره په پخوا پورې تړي ولس ته دوکه ورکوي.

عظيم الله شيرزاد وايي هره ورځ ونې پرې کېږي، خو طالب مشران او د شوکاڼي سوداګر د ځان د خلاصون لپاره وایي چې دا کار پخوا شوی دی.

ننګرهار کې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین هم دې چارې اندېښمن کړي.

په دې ولایت کې د طالبانو د چاپېريال ساتنې رئیس محمدزی وایي دا کار هغو شرکتونو کړی، چې د دوی جواز نه لري.

نوموړی وایي په ځلونو یې دا ستونزه له ولایت سره شریکه کړې او د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي غوښتنه یې کړې؛ خو لیدل کېږي، چې لازم اقدامات نه دي ترسره شوي.

دا شکایتونه او اندېښنې په داسې مهال را پیدا کېږي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې لسګونه شرکتونه د شوکاڼي په استخراج بوخت دي او زرګونه تنه په کې پر کار بوخت دي.

خو د چاپېریال د برخې پوهان بیا په دې باور دي، چې ځنګلونه په ټولنیز ژوند کې ارزښتمن رول لري او که یې د وهلو مخه ونه نیول شي ښايي د ډېرو نویو ناروغیو شاهدان اوسو، چې اوس یې همدا شنې ونې مخه نیسي.

دوی وایي که ځنګلونه په بې رحمۍ پرې کېږي نو د هوا ککړتیا به زیاته او خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ رامنځته شي.

د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي که د هېواد په بیلابیلو برخو کې په فني ډول د کانونو استخراج پیل او پرې پانګونه وشي نو په خبره يې ډېر ژر به هېواد په ځان بسيا او د بېکارۍ مخه ونیول شي.