متحده ایالتونه

ټرمپ له وال‌ستریټ ژورنال څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو غرامت غوښتنه وکړه

انځور- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د جمعې په ورځ له وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې او د هغې له مالکانو، په ځانګړي ډول له روپرټ مرداک، څخه د ۱۰ میلیارده امریکايي ډالرو غرامت غوښتنه کړې ده.

دغه قضیه د دې ورځپاڼې هغه راپور ته اړوند ده چې پکې ادعا شوې وه، د ټرمپ نوم په ۲۰۰۳ میلادي کال کې جفري اپستین ته د زوکړې د مبارکۍ په یوه پیغام کې راغلی و؛ پیغام چې پکې یوه «شهواني نقاشي» او د دوی ترمنځ د ګډو پټو اړیکو اشاره هم شوې وه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا دعوه د میامي فدرالي محکمې ته وړاندې شوې، چې پکې مرداک، داو جونز شرکت، نیوز کورپورېشن، د شرکت اجرائیه رئیس رابرټ تامسن او د وال‌سټریټ ژورنال دوه خبریالان د قضیې اصلي تورن کسان بلل شوي دي. ټرمپ ادعا کړې چې دغه راپور د ده شخصیت ته زیان اړولی او د اعتبار او مالي تاوان سبب شوی دی.

جفري اپستین، چې یو بدنامه پانګوال او جنسي مجرم و، په ۲۰۱۹ کال کې د نیویارک په یوه زندان کې ځان‌وژنه وکړه. د هغه قضیه د بېلابېلو دسیسه‌پالونکو نظریو زیږنده شوه، کومې چې د ټرمپ د ملاتړو تر منځ پراخ ملاتړ لري، ځکه هغوی باور لري چې حکومت د اپستین اړیکې له شتمنو او قدرتمندو کسانو سره پټوي.

ټرمپ ویلي چې له اپستین سره یې اړیکې مخکې له هغې پرې کړې وې چې د هغه حقوقي ستونزې په ۲۰۰۶ کال کې علني شي.

هغه تر دې وړاندې د وال‌سټریټ ژورنال راپور په کلکه رد کړی و او روپرټ مرداک ته یې خبرداری ورکړی و چې پر ضد به یې قضايي دعوه کوي. داو جونز، چې یاد راپور خپور کړی، د نیوز کورپورېشن اړوند یوه څانګه ده.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ «تروت سوشیال» کې لیکلي: «موږ له هغو ټولو کسانو سره، چې د دې دروغجني، بدغونې، افترا آمېز او جعلي راپور په خپرولو کې یې برخه لرله، یوه قوي قانوني دعوه ثبت کړې ده، دا د بې‌ارزښته وال‌سټریټ ژورنال له لارې خپور شوی.»

هغه زیاته کړې: «زه هیله لرم چې روپرټ او د هغه ملګري به د دې قضیې په تړاو د ساعتونو شهادت ورکولو ته چمتو وي.»

خو د داو جونز ویاند په یوه رسمي بیان کې ویلي: «موږ په خپلو راپورونو پوره باور لرو او هر ډول حقوقي دعوې ته په کلکه ځواب ورکوو.»

په دعوه کې د اپستین لپاره د ټرمپ د زوکړې پیغام «جعلي» بلل شوی او ویل شوي چې دا راپور یوازې د ټرمپ د شخصیت د تخریب لپاره خپور شوی دی.

همداراز، په دعوه کې راغلي: «په واضحه توګه، دا مقاله نه څرګندوي چې تورنو کسانو دغه لیک لیدلی، ترلاسه کړی، یا ورته توضیح شوی دی، او نه هم کوم بل داسې دلیل وړاندې کوي چې دې ادعا ته اعتبار ورکړي.»

یادونه باید وشي چې د افترا د دعوې د بریالیتوب لپاره، ټرمپ ته پکار ده چې ثابته کړي تورن کسان «په واقعي بدنیتۍ» عمل کړی، یعنې دا یې پوهېدل چې راپور ناسم دی یا یې په ښکاره توګه له حقیقي معلوماتو سترګې پټې کړې دي.