بشري حقوق

سرچینې: پکتیکا کې طالبانو یو ښوونکی «د عصري علومو ملاتړ» له امله د مرګ حکم ورکړی

سیمه‌ییزې سرچینې آمو ته وايي چې په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ابتدایه محکمې د عبد العلیم خاموش په نوم یو ښوونکي ته له دې امله د مرګ سزا حکم کړی، چې «عصري علوم يې د وخت اړتیا بللي دي».

د سرچینو په وینا، طالبانو ادعا کړې چې ښاغلي خاموش «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي» کړی.

دغه ښوونکی دپکتیکا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ د جلالزو د کلي اوسیدونکی دی، چې د جانیخیلو په کثیرالرشتوي لیسه کې یې د امریت په بست کې د ښوونې او روزنې دنده تر سره کوله.

سرچینو پنجشنبه د چنګاښ په ۲۶مه وویل، چې نوموړی ښوونکی ۲۰ شل ورځې وړاندې د طالبانو لخوا نیول شوی وو.

سرچینې زیاتوي، چې نوموړی ښوونکی اوس د طالبانو د ابتدایه محکمي لخوا په دې تور د مرګ په سزا محکوم شوی، چې ګواکې هغه د اسلامي مقدساتو او په ځانګړي ډول د محمد صلی الله علیه وسلم سپکاوی کړی دی.

سرچینې همدا راز زیاتوي، چې د ښاغلي خاموش له بندي کېدلو وروسته د هغه په ځای (مولوي مجاهد) د جانیخیلو د کثیر الرشتوي لیسي د آمر په حیث مقرر شوی.

د سرچینو په خبره، مولوي مجاهد په قوم نیازی دی، د جلالزو په کلي همسایه اوسیږي او مشر ورور یې مولوي عبد الرحیم په پکتیکا ولایت کې د علماو د شورا غړی دی.

د ښاغلي خاموش ځینې ملګري ادعا کوي، چې هغه د شخصي ګټو او حسادت له مخې د مرګ په سزا محکوم شوی دی.

د هغه یوه ملګري ویلي: « استاد خاموش په زور بندي شوی. د کفر، اسلام او اسلامي مقدساتو خبره دلته هیڅ نه شته، بلکې د شخصي ګټو، کلیوالي حسادت خبره ده، نو ځکه هغه د اسلامي مقدساتو د سپکوي په تور د مرګ په سزا ګرځېدلی دی.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم ګڼ ښوونکي په یو او بل نوم له دندو لرې کړي او ځينې نور یې زنداني کړي دي.