د افغانستان پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني د ایران او پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نامعلوم راتلونکي له امله د بېرته راستانه شویو نجونو وېره او د ځوانو کډوالو ناهیلۍ «لرزهوونکې» ده.
هغه وایي، اوس افغان ولس د یو لوی تصمیم پر دوهلارې ولاړ دی، او باید په څرګند ډول پرې خبرې وشي.
ښاغلي غني ویلي: «په داسې شرایطو کې اړینه ده چې د وضعیت حساسیت په ښکاره او صراحت سره بیان شي. که غلي پاتې شو، دا زیاتېدونکی بحران به یوې بشپړې انساني فاجعې ته لار هواره کړي.»
پخواني ولسمشر پر ملي اجماع ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه لکه د پخوا په شان نه ده پاتې شوې، له زوال سره مخ ده، او اوس هېڅ هېواد چمتو نه دی چې نور افغان کډوال ومني.
اشرف غني زیاتوي چې نړۍ اوس له یوه سړې جګړې سره مخ ده، هېوادونه په خپلو کې له سخت رقابت سره مخامخ دي، او له بلې خوا، د ملګرو ملتونو سازمان او اړوند بنسټونه یې له ژور اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ویاند، ستیفان دوجاریک، په خپله تازه خبري ناسته کې ویلي، له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو چټک بهیر د افغانستان شکننده ملاتړیز جوړښتونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
هغه د یوناما مشرې روزا اتونبایوا د وروستي سفر یادونه وکړه چې د اسلامقلعه بندر ته تللې وه، او هلته یې د بیړني نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ میلادي کال تر دې دمه، له ۱.۳ میلیونه زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې دا چاره هغه ټولنې تر فشار لاندې راوستي، چې ۷۰ سلنه وګړي یې په فقر کې ژوند کوي.