افغانستان

له قطر سره مخه ښه او امارتو ته له رمز او رازونو ډک سلام

د قطر تخنیکي ډله بالاخره له افغانستانه ووتله او د کابل په هوايي ډګر کې یې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

قطر څه د پاسه یو کال د کابل په هوايي ډګر کې په تخنیکي مرستې بوخت و او بالاخره یې د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلې تخنیکي ډلې ماموریت پای ته ورساوه.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په دې اړه وویل چې قطر د خپل ماموریت پرمهال د کابل هوايي ډګر د برېښنا رسولو، اوبو رسولو، کېبلونو، د مخابراتي وسایلو د فعالولو او کنټرول ټاور په برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا زیاته کړه: «قطر له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو دوې ورځې وروسته، په یوه الوتکه کې خپله تخنیکي ډله کابل ته راولېږدوله او په هغه مهمه ورځ یې له خپلو ټولو تخنیکي وسایلو سره د کابل په هوایي ډګر کې د هېواد له انجینرانو سره همکاري وکړه، مخابراتي وسایل او الوتکې په بشپړ ډول تخریب شوې وې، د کابل کنټرول ټاور فلج و او د قطر تخنیکي ډلې له افغان انجینرانو سره د هغې د بیارغونې لپاهر همکاري وکړه.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل هوايي ډګر په فعالولو کې د قطر رول مهم بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې قطر د کابل هوايي ډګر په پرانیستو او فعال ساتلو کې مهم رول لرلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د قطر له دوست او ورور هېواده چې د کابل له فتحې وروسته یې د هوايي ډګر په پرانیستو او فعال ساتلو کې مهم رول لرلی، مننه کوو.»

له بلې خوا، قطر د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ناسته کې د افغانستان پر ناڅرګند راتلونکي نیوکه وکړه.

د قطر امیر د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې هېواد یې تل په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو پر رعایتولو ټینګار کړی دی.

د هېواد د هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د مسوولیت سپارل هغه موضوع وه چې په تېر یوه کال کې تل د بحث وړ وه؛ که څه هم داسې ښکارېدل چې ترکیه یا قطر به په دې لوبه کې بریالي وي؛ خو ناڅاپه متحده عربي امارات وتوانېده چې د طالب مشرانو رضایت جلب کړي او له طالبانو سره اړوند قرارداد لاسلیک کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته د هېواد د هوايي ډګرونو د درېیو برخو سپارلو، دوحه خفه کړې او دا د هېواد په زیان دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې اړه وویل: «له قطر سره د قرارداد نه کول په تېره بیا د افغانستان د هوايي چلند په درېیو برخو کې پر قطر او ترکیې، متحده عرپی اماراتو ته ترجېح ورکول په خپله له سیمه ییز پلوه یو ډول ديپلوماتیک حرکتونه دي چې له بده مرغه طالبانو دا کار ترسره کړی.»

اوس افغانستان له متحده عربي اماراتو سره د ځمکنیو، هوايي چلند امنیت او هوايي حریم د خدماتو قرارداد لاسلیک کړی دی.

له دې مخکې قطر، ترکیې او متحده عربي اماراتو د هېواد د هوایي ډګرونو د قرارداد د اخیستو لپاره سره سیالي کوله چې په پایله کې یې د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت د افغانستان د هوايي ډګرونو د ټولو برخو قرارداد ترلاسه کړ؛ دا موضوع له ګڼو نیوکو سره مخ شوه.