افغانستان

معلول ماشومان: د طالبانو جګړې زموږ ژوند او بدن دواړه نیمګړي کړل

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې هغه ماشومان اوس هم خپلې نیمګړې هیلې یو خیال بولي، چې ۴ کاله وړاندې د طالبانو د جګړې له امله یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړل.

دوی وایي، طالبانو یې له کلي او کور څخه سنګرونه جوړ کړي وو او همدا لامل و، چې دوی اوس هم د یادې جګړې بيه پرې کوي او له ستونزو ډک ژوند ګالي.

رابعه د هغو کوچنیو ماشومانو له ډلې ده، چې ۴ کاله مخکې له خپلو وروڼو سره د هغې مرمۍ ښکار شوه، چې د شپې له جګړې پاتې وه او دوی پرې سهار لوبې کولې او چاودنه یې وکړه.

هغه اوس هم لویې هیلې لري او د پوره کېدو لپاره یې هلې ځلې کوي، خو نیمګړی بدن یې ښوونځي ته په تګ کې ډېر ځوروي.

رابعه د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي : «زه خو کوچنۍ وم، ما هم د ماشومتوب ژوند له لاسه ورکړ او اوس چې لږ لویه شوې یم بیا هم له ستونزو سره مخ شوې یم، خدای خبر چې هیلو ته به مې ورسېږم که نه زه غواړم ښوونکې شم خو ښوونځي ته ډېره په ستونزو ځم.»

یوازې رابعه او د هغې ورونه نه دي، چې له دې رنځه ځورېږي بلکې کورنۍ یې هم له دوی سره دا کړاو ګالي.

پلار یې همېشه ګل وایي هڅه کوي دوی خپلو هیلو ته ورسوي، خو زیاتوي که یې د ښوونځي د تګ غمه وشي نو یو څه به آرام واخلي.

همېشه ګل زیاتوي: «له نننه ۴ کاله وړاندې د طالبانو د حکومت ترمنځ جګړه وه. طالبانو زموږ له کورونو هر وخت د سنګر په ډول ګټه اخیسته موږ څه نشوای ويلای. دوی د شپې ټوله شپه جنګ وکړ، او ولاړل دلته د کور مخې ته مرمۍ پرته وه، ماشومانو لوبې کولې چې چاودنه یې وکړه.»

نوموړی اوس هم د جګړې له نامه کرکه لري او د جګړې له غوښتونکو هیله کوي، چې ترې لاس واخلي ځکه ګټه نه بلکې په خبره یې عام زیان لري.

همېشه ګل وایي، د رابعې ترڅنګ یې ۶ نور وروڼه هم ورته ستونزې ګالي.

د دې ماشومانو د ژوند پاڼه هغه وخت ژېړه شوه کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د پاتې شوې ړندې مرمۍ چاودنې له دوو غبرګې او له ۵ یوه یوه پښه پرې کړه.

دوی لا هم ځانونه بختور ګڼي، چې ښوونځي ته ځي؛ خو له ټولو ماشومانو هیله کوي، چې ناپېژانده توکو ته دې لاس نه وروړي ځکه ښايي تر دوی له سخت حالت سره مخ شي.

عام خلک بیا له طالبانو غواړي، چې هغه خلکو ته پام زیات کړي، چې د دوی د جګړو له امله زیانمن شوي نه دا چې د خپلو ځانونو غمه ورسره وي.