Uncategorized @ps افغانستان

يوه هلمندي ځوان د افغانستان شمال کې د جګړې ضد کمپاين پیل کړی

د هېواد په پلازمينه کابل او يو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو خونړيو بريدونو او د هېواد شمال کې جګړو یو ځل بيا افغانان اندېښمن کړي دي.

د عبدالمالک همدرد په نوم د هلمند اوسېدونکي تازه له پلازميني کابله د افغانستان شمالي ولایتونو ته د باېسکل په مټ «نور تر هېڅ نامه لاندي جګړه نه غواړو» کمپاين پېل کړی دی.

همدرد دا مهال د کابل په ولسوالیو کې دی او غواړۍ د افغانستان شمالي ولایتونو ته ولاړ شي او هلته د جګړې د درېدو پېغام خپور کړي.

هغه وایي: «زه له هلمند څخه پلازميني ته راغلم، بيا مې له همدې ځايه درې اوونۍ وړاندي د جګړې ضد کمپاين شعارونو سره شمالي ته حرکت وکړ، چي اوس د پلازميني کابل په ولسوالیو کې يم او ټولو شمالي ولایتونو ته به ځم له کومه ځايه، چې د جګړې خبرونه کله نا کله ورکول کیږي.»

د هلمند دغه اوسېدونکي په ۹ ژبو د جګړې د درېدو پېغامونه ليکلي او وایي دا د سيمي او نړۍ د هغو هېوادونو ژبي دي، چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په معضله کې ښکېل دي.

«دا ځل په پښتو، دري، اردو، هندي، چينایي، انګليسي، روسي، عربي او فرانسوي د جګړې ليکلي پېغامونه لرم او غواړم له دې لارې خپل پېغامونه خلکو او له دې لاري نړۍ ته ولېږدوم.»

د هېواد يو شمېر هغه اوسېدونکې، چې جګړو کې يې مالي او ځاني زيانونه ليدلي د عبدالمالک همدرد د هڅو هرکلی کوي او په هېواد کې نور له وسله والو شخړو سره مخالفت ښیي.

محمد صديق د کابل اوسېدونکی وایي: «جګړه بده ده او له موږ څخه يې هر څه اخیستي دي موږ د همدرد په څېر د هڅو ملاتړ کوو ځکه دا د جګړې د درېدو پېغام لري.»

عبدالمالک همدرد ویلي، چې له دغه هڅي څخه يې هېڅوک ملاتړ نه کوی بلکي د خپل شخصي احساس له مخي دغه چاره ترسره کوي.