کډوالي

د کډوالو نړیوال سازمان: له جون میاشتې راهیسې له ایران څخه نږدې نیم میلیون افغانان ایستل شوي

له ایرانه راستنېدونکي افغان کډوال.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، له جون میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. د دغه سازمان په وینا، د کډوالو د راستنېدو لړۍ ځکه چټکه شوې، چې تهران هغو افغانانو ته چې قانوني اسناد نه لري، امر وکړ چې د جولای تر ۶مې باید له هېواده ووځي.

ایران د مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسناده افغانان باید تر جولای ۶مې پورې له هېواده ووځي – هغه اقدام چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوالو له ډلې، د ۴ میلیونو کسانو پر ژوند اغېز کولی شي.

د د دې ناڅاپي اخراجونو له امله د مرستندویو ادارو پر امکاناتو فشار زیات شوی او په افغانستان کې یې د بې‌ثباتۍ د خطر زنګ وهلی، چیرې چې لا هم فقر، اقلیمي بحرانونه او اقتصادي ستونزې مخ پر ډېرېدو دي.

د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړی، چې د جون میاشتې نیمایي راهیسې د افغان کډوالو د بېرته راتګ کچه لوړه شوې ده، او په ځینو ورځو کې نږدې ۴۰ زره کسان د هرات ولایت د اسلام‌قلعه له پوله اوړي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویاند ویلي، له جون ۱مې څخه تر جولای ۵مې پورې ۴۴۹زره او ۲۱۸ افغانان له ایرانه بېرته راستانه شوي. د روان میلادي کال له پیله بیا دا شمېر ۹۰۶زره او ۳۲۶ کسانو ته رسېږي.

ډېری راستانه شوي کسان وايي، دوی یا خو د ایراني چارواکو له لوري تر فشار لاندې راوستل شوي، یا نیول شوي او شړل شوي دي. له دې سره دوی هغه لږې شتمنۍ هم له لاسه ورکړې چې له ځان سره یې لرلې، ځکه اړ شول ژر ووزي.

د نړیوالو مرستو پراخ کمښت د دې کړکېچ پر وړاندې غبرګون اغېزمن کړی او اوس ملګري ملتونه، نړیوال غیر دولتي سازمانونه او د طالبانو چارواکي د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.