افغانستان

سلګۍ سحر: نه غواړم خپلو هيلو ته وژاړم، غواړم مبارزه وکړم

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د ۱۲ ټولګي زده کوونکې سلګۍ سحر د خپل ځان او ټولګیوالو د بوختیا لپاره هغو نجونو ته وړیا ټولګی پرانیستی، چې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې دي او اوسمهال له ښوونځیو بې برخې دي.

نوموړی وایي، د دې کار موخه یې له رواني ناروغیو د هغو نجونو ژغورل دي، چې اوسمهال په کورونو کې د خپلو هيلو د پوره کېدو په فکر دي او تر وسې یې څه نه کېږي.

سلګۍ سحر څرګندوي شاوخوا یوکال کېږي، چې ډېری نجونې له ښوونځيو بې برخې دي او په کور ناستې دي، چې دې چارې ګڼې نجونې په رواني ناروغیو اخته کړي.

هغه زیاتوي: «له بده‌مرغه یو کال وشو، چې زه او ټولګیوالې مې په کور ناستې یو زه دوولسم ټولګي کې یم خو لا فارغه شوې نه یم. ټولګیوالو مې رانه دا غوښتنه وکړه، چې باید ټولګی جوړ کړو او خپلې زده کړې روانې وساتو څو څه مو، چې زده دي له یاده مو ونه وځي، ما د همدې لپاره دا قدام وکړ.»

هغه وایي، نه غواړي خپلو هيلو ته وژاړي بلکې غواړي په کلک هوډ مبارزه وکړي او خپلو هيلو ته ځان ورسوي.

که څه هم د سلګۍ او ټولګیوالو پرمخ یې د ښوونځیو دروازې تړلي، خو دا له ټولو نجونو هیله کوي، چې ده ته ورته اقدام وکړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وایي: «له ټولو خویندو مې هیله ده، چې په کور کې دې ځان له رواني ناروغیو وژغوري د خپلو هيلو د پوره کېدو لپاره ژړا نه کار په کار دی. که نور نه زما ترڅنګ دې راشي زه به ورته درس ورکړم.»

نوموړې اوس په خپل ټولګي کې د خپل ښوونځي د ټولګیوالو په خوښه یوازې دوی ته د انګلیسي ژبې تدریس کوي او وایي که هغوی وغواړي نو د نورو مضامینو تدریس به هم ورته پیل کړي.

هغې له طالبانو په کلکه غوښتنه وکړه، چې نور دې نجونې نه ځوروي او د دوی پرمخ دې ښوونځي پرانیزي.

یو کال کېږي، چې د طالبانو په راتګ سره ښوونځي له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ تړلي دي او په ځلونو د پرانیستې غوښتنه وشوه، خو طالبانو یې د خلاصون پر ځای پلمې ګوري.

د سږني کال په راتګ سره د هېواد په تودو سیمو کې ښوونځي پیل او ورسره یوازې په پکتیکا کې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شول، خو له دوو اوونیو وروسته بیا وتړل شو.

دې چارې په کور دننه او د باندې غبرګونونه وپارول او پر طالبانو يې توندې نیوکې وکړې.

سلګۍ ته ورته سلګونه افغان نجونې، چې له ښوونځیو بې برخې دي د ښوونځیو د دروازو د پرانیستو غوښتنه کوي.

د ویلو ده، چې دوې ورځې مخکې د افغان رباټ جوړونکو نجونو د دلې مشرې سمیې فاروقي، چې د ښوونیز بدلون په ناسته کې  وینا واله وه په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره د طالبانو د ژمنو نه پلې کېدو ته په اشارې سره وویل، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

هغې زیاته کړې: «دمګړۍ د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي. دوستان، کورنۍ او میلیونونه نجونې له خپل ناڅرګند برخلیکه وېره لري او د یوازیتوب احساس کوي. طالبان مو په بشپړ ډول له ټولنې ګوښه کوي. ښايي زرګونه نورې نجونې هېڅکله ښوونځي ته پر تلو بریالۍ نه شي.»