افغانستان

سرچینې: د پکتیکا برمل ولسوالي کې ږلۍ کرنیزو حاصلاتو ته درانه زیانونه اړولي

د پکتیکا ولایت څخه سیمه‌یيزې سرچینې آمو ته وایي، چې د دې ولایت په برمل ولسوالي کې تېره ورځ (سه شنبه د چنګاښ په ١٠مه) شدید بارانونه او ږلۍ شوي، چې له امله یې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د ږلۍ شدت ډېر زیات و او کرنیزو حاصلاتو، باغونو، سبزیو او نورو فصلونو ته یې ډېر زیان رسولی دی.

همداراز د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ په نري پاڼ سيمه کې سختو بادونو د جلغوزيو لسګونه ونې چپه کړې دي. د دغه ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې تېزو بادونو ځايي خلکو ته هم مالي زيان اړولی دی.

زیانمن شوي خلک د طالبانو حکومت او نړیوالو مؤسسو څخه د اړینو مرستو غوښتنه کوي.

په افغانستان کې وروستیو درنو بارانونو او سېلابونو د هېواد ګڼو سیمو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په یادو  طبیعي پېښو کې لسګونه کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي. همدارنګه سلګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.