ملګري ملتونه د «جون ۳۰مې – د نړیوال پارلمانټریزم ورځ» په مناسبت ویلي، چې ښځې لا هم د نړۍ په کچه، په ملي او سیمهییزو تقنیني ادارو کې کمزورې ونډه لري او دا چاره د هغوی سیاسي حقونه او په قوانینو او بودیجې باندې د هغوی نفوذ محدودوي.
سره له دې، دغه سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د ښځینه مشرانو، ملاتړ کوونکو قوانینو، او د سیاسي خبرو اترو او ګوندي همکاریو له لارې د مهارتونو لوړولو ملاتړ کوي. همداراز، له هغو ډلو سره همکاري، لکه د بینالپارلماني اتحادیې، د دغو هڅو موخه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو په یوه بیان کې راغلي، چې د ښځینه پارلماني استازو مجمع، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې فعالیت کوي، د جنسیتي نابرابرۍ د حل لپاره ښځینه پارلمانوالې ځواکمنوي، او نارینه هم د متحدینو په توګه پکې برخه لري.
دغه مجمع د ۲۰۲۵ کال لپاره د بینالپارلماني اتحادیې د موضوع لپاره دا شعار غوره کړی: «د جنسیتي برابري ترلاسه کول – عمل ته لاس اچول.» دا مجمع د هغو قوانینو د تصویب ملاتړ کوي چې د پارلماني پلاویو په ترکیب کې د ښځو د حضور تضمین کوي.
په هغو هېوادونو کې چې له جګړې راوتلي یا د دموکراسۍ پر لور روان دي، د بینالپارلماني اتحادیه د پیاوړو، دموکراتیکو پارلماني بنسټونو په جوړولو کې مهم رول لري، څو وکولی شي وېشلي ټولنې سره یوځای کړي. د دغه سازمان ژمنتیا د سولې لپاره، له وسلو د خلاصون د ملاتړ له لارې روښانه شوې ده.
د یادې اتحادیې له لوري، د اټومي وسلو له نړۍوال له منځه وړلو لپاره فعاله لابي روانه ده. دغه اتحادیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵۴۰ پرېکړهلیک د بشپړ تطبیق ملاتړ کوي، چې موخه یې دا ده چې غیر دولتي ډلې د ډلهيیزو وژنو وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
نړۍ د «پارلمانتاریزم» نړیواله ورځ داسې مهال نمانځي، چې طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته، د افغان ښځو زیاتره اساسي حقونه، په ځانګړي ډول د زده کړو او تعلیم حق، ترې اخیستي دي.
بلخوا، طالبانو ولسي جرګه او مشرانو جرګه او د جمهوریت نظام ارزښتونه چې پر دموکراتیکو بنسټونو ولاړ وو، له منځه وړي دي.