له ایران څخه د زرګونه افغان کډوالو راستنېدل، د ملګرو ملتونو او د ملاتړو بنسټونو جدي اندېښنې راپارولې دي.
د کډوالو د راستنېدو ویډیوګانې ښیي، چې د زرګونه کسانو او سختې ګرمۍ په منځ کې ښځې او ماشومان افغانستان ته د ننوتلو لپاره انتظار باسي.
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په لویه کچه د کډوالو راستنېدنه به د افغانستان وضعیت نور هم بې ثباته کړي.
له بلې خوا، د ایران د تایبادو سیمې قوماندان ویلي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې ۷۲ زره بې اسناده افغان کډوال، افغانستان ته ستانه شوې دي.