په میدان وردګو کې د طالبانو د والي دفتر وايي چې د تېرې شپې (د چنګاښ ۶مه نېټه) د بارانونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.
د میدان وردګو د طالبانو د والي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، سره له دې چې په دې طبیعي پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو ځینې سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.
طالبان وايي چې دغو بارانونه او سېلابونه د میدان وردګو د نرخ، چک، سیدآباد او دایمیرداد ولسوالیو اوسېدونکي زیانمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم بارانونه او سېلابونه راغلي دي.