سوداګري

طالبان: د چین تخنیکي پلاوي په افغانستان کې د سړو خونو د درې کمپلکسونو د جوړولو سروې پیل کړه

د چین یوه تخنیکي پلاوي، په افغانستان کې د سړو خونو د درې کمپلکسونو د جوړولو د سروې او د ځای د تثبیت چارې پیل کړې دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دغه پلاوی د طالبانو او چین ترمنځ د تخنیکي همکاریو په چوکاټ کې افغانستان ته راغلی او ټاکل شوې چې د سړو خونو د کمپلکس چارې په کابل او بلخ ولایتونو کې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په خپله نږدې څلور کلنه واکمنۍ کې، د افغانستان د کانونو د قرادادونو ډېره برخه له چینایي شرکتونو سره شوې، خو تازه د آمو سندیزې حوزې د نفتو د استخراج یو قرارداد، د چینايي شرکت د تخطیو او سرغړونو له امله فسخ شوی دی.