د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د چنګاښ میاشتې له ۱۰ نېټې تر ۱۳ په افغانستان کې د شدیدې ګرمۍ تمه کېږي او په ډېری سیمو کې به د تودوخې لوړه درجه له اوسط څخه ۲ تر ۱۰ درجې سانتيګراډ زیاته وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په خپل اکسپاڼه لیکلي، چې د هېواد په جنوبي، ختیځو او شمالي سیمو کې ښايي تودوخه له ۴۵ درجې سانتيګراډ څخه واوړي.
د دغه سازمان په وینا، دا حالت د انسانانو، مالدارۍ او نباتاتو پر روغتیا جدي اغېز لرلی شي.