د ملګرو ملتونو د د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې په یوه راپور کې ویلي، که څه هم طالبان تر اوسه نړیوال رسمیت نه لري خو دوی لا هم باید د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون ته ژمن پاتې شي.
په دغه راپور کې چې نن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کیږی، راغلي چې طالبان لاهم هم له خپلو نړیوالو ژمنو ډېر لیرې دي، نه یوازې د سیاست له اړخه، بلکې د عمل له اړخه هم، چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او هغه خوندي کړي.
د راپور په وینا، طالبان نشي کولی چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون څخه انکار وکړي یا ترې ووځي، او نه هم دا حق لري چې د افغانستان په استازیتوب نوي نړیوال تړونونه تصویب یا پرې لاسلیک وکړي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید مخنیوی اړین دی
د ملګرو ملتونو د د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د تبعیضلرونکي او د ښځو ضد فرمانونو، سیاستونو او په کلکه د هغو تطبیق میتودونو او د ښځو او نجونو له اساسي حقونو په پراخه او سیسټماټیکه توګه سرغړونو په دغه هېواد کې جنسیتي اپارتاید رامنځته کړی.
په راپور کې راغلي، چې دغه وضعیت ته رسېدنه اړین دی.