منځنی ختیځ

اسراییل د ټرمپ د اوربند وړاندیز سره هوکړه وکړه

د اسراییلو د کابینې د غونډې ناسته.

د اسراییلو دولت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د «پوځي عملیاتو د موخو تر لاسه کېدو» او له ډونالډ ټرمپ سره په بشپړه همغږۍ، اسراییل د امریکا د ولسمشر د اوربند د دوه اړخیز وړاندیز سره هوکړه کړې ده؛ خو ټینګار یې کړی چې که اوربند مات شي، «په ځواک سره» به ځواب ورکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفاع وزیر، د پوځ لوی درستیز او د موساد مشر سره د کابینې غونډه جوړه کړه، ترڅو باوري شي چې اسراییل د جګړې ټولې موخې او حتی تر هغو هم لوړې موخې ترلاسه کړي دي.

د اسراییلو دولت ادعا کړې، چې دغه هېواد دوه فوري وجودي ګواښونه – د ایران د هستوي پروګرام او بلیسټیک توغندیو په برخه کې – له منځه وړي دي.

همداراز، په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییلو پوځ د تهران د فضا بشپړ هوایي کنټرول تر لاسه کړی، د ایران د نظامي قوماندې مرکزونو ته یې درانه زیانونه اړولي او لسګونه دولتي اهداف یې له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ د تهران په زړه کې دولتي موخې په شدت بمبار کړي دي.

اسراییلو له ټرمپ او د امریکا له حکومت څخه د ملاتړ او د ایران پر ضد په عملیاتو کې د شریکوالي له امله مننه کړې ده.

د اسراییلو په باور، دغه هېواد په دې جګړه کې «تاریخي لاسته راوړنې» تر لاسه کړي او ځان یې د نړیوالو قدرتونو په کچه کې درولی دی.