لویدیځه اسیا منځنی ختیځ

ټرمپ: د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند پیل شو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وایي چې سر له اوسه د اسراییلو او ایران ترمنځ اوربند «تطبیق کېدونکی» دی.

هغه نن سهار د کابل په وخت شاوخوا ۹:۴۰ په «تروت سوشیال» کې ولیکل: «اوس اوربند نافذ دی.» ټرمپ له ښکېلو خواوو غوښتي چې دا اوربند نقض نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران دولتي رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی، چې ایران د اوربند له پیل مخکې «د وروستي پړاو توغندیو» برید پر اسراییلو ترسره کړی.

اسراییلي چارواکي وايي، دوی له دې مخکې د توغندیزو بریدونو څو څپې ثبت کړي، چې د اسراییلو په جنوب کې یې لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.

یادونه باید وشي، چې اسراییلو هم د اوربند بندیز ومانه.