لویدیځه اسیا

بی‌بی‌سي: تهران «د خپل یوه تر ټولو بدو شپو» تېره کړه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د اوربند تر اعلان وروسته، د بی‌بی‌سی نړیوالې څانګې راپور ورکړی چې تهران «د خپل یوه تر ټولو بدو شپو» تېره کړه.

د تهران یوه اوسېدونکي د اسراییلو د تیرې شپې بریدونه داسې تشریح کړي: «له بې‌خوبۍ ډکه یوه بله شپه.»

دې بریټانوي رسنۍ ویلي چې د ختیځ څخه تر لویدیځه پورې، د ایران د پلازمېنې اوسېدونکي وایي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې د سختو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

اسراییل له دې وړاندې درې بیړنۍ خبرداري خپاره کړي وو، چې له مخې یې خلکو ته د تهران له بیلابیلو سیمو د سمدستي وتلو امر شوی و. له دې سره هممهاله، د ایران په دننه کې د انټرنټ اتصال لا هم ګډوډ دی، او دا حالت د اوسېدونکو لپاره د دې خبرداري لیدل لا سخت کړي دي.

د سه شنبې په سحر، یوې بلې تهران مېشتې وویل: «ولې باید تر ناوخته ویښ پاتې شو او دا ډول فشارونه وزغمو، یوازې د دې لپاره چې وګورو کومه ناورین پر موږ راځي؟ زه داسې احساس لرم چې ټپي شوې یم؛ اوس د هر ډول ناڅاپي غږ سره وېریږم.»

د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، راپورونه ښيي چې د تهران ځینو سیمو تېره شپه له ۱۳ جون راهیسې د هوایی دفاعي سیسټم تر ټولو شدید بریدونه لیدلي دي.

خو یو شمېر اوسېدونکو بی‌بی‌سی ته ویلي چې شاوخوا د سهار څلور بجې، چاودنې بندې شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، تر دې وړاندې د اسراییلو سره د اوربند د شتون خبره رد کړې وه او ویلي یې دي چې دا مهال هېڅ «توافق» د اوربند یا نظامي عملیاتو د بندېدو په اړه نشته.

خو هغه په اکس (پخوانی ټویټر) کې دا هم روښانه کړې: «که د اسرائیلو رژیم تر سهار د څلورو بجو پورې، د ایران د ولس پر ضد خپل غیرقانوني تېری بند کړي، موږ وروسته له هغې د نظامي غبرګون دوام ته اراده نه لرو.»