د اسرايیلو د دفاع وزارت وايي، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د اوین زندان په ګډون د حکومت اړوند اهداف، تر برید لاندې نیسي.
د راپور له مخې، د برید نور هدفونه د سپاه پاسداران امنیتي مرکز، د فلسطین میدان، او د بسیج ځواکونه دي.
د ایران دولتي تلویزیون هم راپور ورکړی، چې د یوه مشکوک هوایي برید په ترڅ کې، چې اسرايیل ته منسوب شوی، د تهران اوین زندان دروازه په نښه شوې ده.
یاد تلویزیون توروسپین انځورونه خپاره کړي، چې ښايي د برید د شیبې د څارنې له کمرو اخیستل شوي وي.