افغانستان

کندهار کې شدیده ګرمي او بې‌وزلي؛ ماشومان له فصلي ناروغیو سره مخ دي، میندې د درملنې توان نه لري

کندهار کې بې وزلي او شدیده ګرمي، د فصلي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوی دی. دغه ولایت کې یو شمېر میندې وايي، چې ماشومان یې ګرمي وهلي خو د دوی د درملنې لپاره مالي وس نه لري.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د هوا د تودوخي درجه پکې د سانتي ګراد ۴۰ درجو ته رسېدلې ده. ماشومان؛ پر ځان د ګرمۍ د کمول لپاره پر مخ اوبه وهي. دغه اندازه ګرمي، نوي زېږيدلې ماشومان ډېر زیانمنوي.

حفیظه وايي: « زما دغه ماشوم سخت ناروغ دی او زه یې د درملنې توان نه لرم. روغتیایي وړیا مرکزونه ټول بند دي او موږ ته خدمات نه وړاندې کوي.»

خو په ظاهره کې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د کموالي له امله، د کندهار ولسوالۍ د دې سیمې اوسېدونکي صحي امکاناتو ته د نه لاسرسي له وجې؛ د دوی د ماشومانو ژوند تر بل هر وخت ګواښي.

عمره ګل وايي: «هغه کلینیکونه چې له دې مخکې یې موږ ته په وړیا توګه درمل راکول، اوس نشته او یو پاکټ ګولۍ هم موږ ته څوک نه راکوي او اقتصادي وضعه مو هم ډېره خرابه ده.»

ملالۍ هم د خپلو ستونزو په اړه داسې وویل: «زموږ ماشومان سخت ناروغان دي، کلینیکونه هم تړلې دي او موږ د دوی د درملنې مالي توان نه لرو.»

د دامان ولسوالۍ، د کندهار یو له ګڼ مېشتو ولسوالیو څخه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې له بې وزلۍ کړېږي او د روغتیايي امکاناتو او بشري سرچینو له سخت کمښت سره مخ دي.