افغانستان

د نجونو ښوونځیو پر چټک پرانیستو د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ټینګار

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

انتونیو ګوترش د «ښوونیز بدلون» په ناسته کې چې د ملګروملتونو سازمان په کوربتوب ترسره شوه، وویل چې په افغانستان کې باید له توپیر پرته د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړي وویل: «زه له افغان چارواکو (طالبانو) غواړم چې بې له ځنډه منځنیو او د لېسې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په وړاندې ټول محدودیتونه لغوه کړي.»

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار کړی چې زده

کړه «یو ژور نړیوال ناورین» دی.

هغه زیاته کړه: «ښوونځي باید له توپیر پرته د ټولو پرمخ پرانیستي وي، موږ باید په ټوله نړۍ کې د ناروغۍ د خپرېدو له امله له لاسه وتلي ښوونیز کلونه بېرته څارو.»

د ښوونځیو د پرانیستو په اړه هېڅ نښه نه لیدل کېږي

د افغان روبات جوړونکو نجونو د ټیم مشره سمیه فاروقي چې په دې ناسته کې یوه وینا واله وه، په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره د طالبانو د ژمنو نه عملي کېدو ته په اشارې سره وویل چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د افغان روبات جوړونکو نجونو سرپرستې زیاته کړې: «اوسمهال د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي. دوستان، کورنۍ او میلیونونه نجونې له خپل ناڅرګند برخلیکه وېره لري او د یوازیتوب احساس کوي. طالبانو مو په بشپړ ډول له ټولنې حذفوي. ښايي زرګونه نورې نجونې هېڅکله ښوونځي ته په تلو بریالۍ نه شي.»

طالبانو په داسې حال کې چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې، چمتو نه دي په دې اړه خپل نظر څرګند کړي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وایي: «د اسلامي امارت (طالبانو) مسوولینو په بېلابېلو وختونو کې په دې هکله توضیحات ورکړي او موږ په دغو توضحیاتو بسنه کوو.»

له څه د پاسه یو کال راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي

دي او تراوسه یې د پرانیستو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی. یو شمېر کورنیو ویلي چې د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو له امله یې له هېواده کډه کړې ده.