د آزادي جبهې په یوه خپره شوې ویډیویي پیغام کې د تیر ماښام (د غبرګولي ۳۰مه) د کابل ښار د سرای شمالي په سیمه کې د ترسره شوې حملې مسؤلیت منلی دی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې دوه طالب غړي وژل شوي دي.
یادې جبهې همداراز ویلي چې په دغه برید کې د طالبانو یو بل غړی ټپي شوی دی.
دوی وایي، چې دا برید یې د طالبانو پر یوه پوسټې ترسره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سرچینو آمو ته د کابل ښار په سرای شمالي سیمه کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.