منځنی ختیځ

د اسراییلو پوځ: نن سهار مو څو ایراني ډرونونه شنډ کړي دي

د اسراییلو پوځ وایي چې څو ایراني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې نن سهار (شنبه، د غبرګولي ۳۱مه) هغه مهال شنډې کړې، چې د دغه هېواد فضایي حریم ته ننوتې وې.

د اسراییلو د پوځ په وینا، دوه ډرونونه د دې هېواد د هوایي ځواکونو له‌خوا د سوریې په هغو سیمو کې ویشتل شوي، چې د اسراییلو تر ولکې لاندې دي. دا دواړه نږدې یوه ساعت پرله‌پسې، د ځایي وخت له مخې د سهار اوو بجو وړاندې، شنډ شوي دي.

په همدې حال کې پوځ وایي چې درېیم ډرون بیا نږدې یو ساعت وروسته، د لویدیځې غاړې په شمال کې شنډ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران سپاه پاسداران مخکې ویلي و، چې د «صادق وعده ۳» په نوم اتلسمه حمله یې د شنبې په سهار د «شاهد ۱۳۶» انتحاري ډرونونو په کارولو سره پر اسراییلو ترسره کړې ده.

سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې حملې موخې د اسراییلو د پوځ پوځي مرکزونه او د «بن ګورین» هوايي ډګر کې د دوی د عملیاتو ملاتړ کوونکي تأسیسات وو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې هدفونه له مخکې ټاکل شوي وو او دا هدفونه له منځه وړل شوي دي.