متحده ایالتونه

پاکستان ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند کړ

د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرېکړه یې کړې ده چې «د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پیاوړې ډیپلوماټیکې مداخلې او مرکزي مشرتابه د مننې په توګه» نوموړی د ۲۰۲۶ میلادي کال د نوبل د سولې جایزې لپاره په رسمي ډول نوماند کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې نړیوالې ټولنې «د هند بې‌دلیله او غیرقانوني تېری» ولید، کوم چې د پاکستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل شوې او د بې‌ګناه انسانانو د مرګ ژوبلې سبب شو، چې پکې ښځې، ماشومان او مشران شامل وو.

د پاکستان حکومت وایي چې دغه هېواد د ځان د دفاع له اساسي حق څخه په استفادې سره، عملیات «بنیان مرصوص» پیل کړل؛ یو «محسابه شوی، قاطع او دقیق پوځي غبرګون» چې موخه‌يي د خپل ځمکنۍ بشپړتیا دفاع او په شعوري ډول د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی و.

د پاکستان حکومت په وینا، په هغه حساس وخت کې چې سیمه‌ییزه بې‌ثباتي خپل اوج ته رسېدلې وه، ولسمشر ټرمپ له اسلام‌اباد او نوې ډېلي سره په پیاوړې ډیپلوماټیکه اړیکه کې، سټراټیژیکه وړاندوینه او «روښانه مشرتابه» وښوده، چې پایله یې دا شوه چې د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او د یوې پراخې جګړې مخنیوی وشو؛ جګړه چې ښايي د دواړو اټومي قدرت لرونکو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو انسانانو لپاره، هم په سیمه کې او هم له هغې هاخوا، ناوریني پایلې درلودې.

د پاکستان دولت زیاتوي چې دا مداخله د ولسمشر ټرمپ د «واقعی سولې غوښتونکي» په توګه د هغه د رول څرګند ثبوت دی، او دا ښيي چې نوموړی د شخړو د خبرو له لارې د حل په برخه کې ژمن دی.

همداراز، په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د ولسمشر ټرمپ هغه «ریښتینې وړاندیزونه» ستايي او تصدیقوي، کوم چې د کشمیر لانجې د حل لپاره‌یې وړاندې کړي؛ هغه موضوع چې د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ په زړه کې قرار لري.

خو دغه هېواد ټینګار کړی چې په جنوبي آسیا کې تلپاتې سوله تر هغه وخته ناشوني ده، څو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونه د جامو او کشمیر په اړه عملي نه شي.

پاکستان ادعا کوي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د هند او پاکستان د کړکېچ پر مهال د ولسمشر ټرمپ مشرتابه، د هغه د عمل‌پالې ډیپلوماسۍ او مؤثرې سولې د راوستو د میراث ښکاره دوام دی.

پاکستان هیله څرګندوي چې د ټرمپ «جدي هڅې» به د سیمې او نړۍ ثبات ته مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په برخه کې، چې پکې د غزې انساني ناورین او له ایران سره د تاوتریخوالي زیاتوالی شامل دي.