ورزش

د آسیا د «چلنج لیګ پلی‌آف» سیالیو کې د ابومسلم فراه لوبډلې ګډون یقیني شو

د افغانستان د قهرمانانو لیګ د څلورم پړاو اتله لوبډله، ابومسلم فراه، به د اسیا د چلنج لیګ په پلی‌آف سیالیو کې ګډون وکړي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون په وینا، ټاکل شوې ده چې دغه لوبډله د اسیا چلنج لیګ ته د لاره‌موندنې په پلی‌آف پړاو کې د بوتان له پارو اف‌سي لوبډلې سره مخامخ شي.

یاده لوبه به د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې، د چانګلیمیتانګ په لوبغالي کې د اګست میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شي. که چېرې ابومسلم فراه دغه لوبه وګټي، نو د اسیا د چلنج لیګ ګروپي پړاو ته به لاره ومومي.