افغانستان

سويلي ولایتونو کې د کورونو پر پلټنو نیوکې

له پلازمينې کابل او شمالي ولایتونو وروسته طالبانو د افغانستان په سويلي ولایتونو، کندهار او هلمند کې له تېرو درېیو ورځو راهيسي د کورونو پلټنې پیل کړې دي.

هلمند:

طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د بست کلا په سيمه کې شنبه د وږي پر ۲۶ د ملک اخلاص په نوم د يوه کس د کور د تلاشۍ پر مهال د هغه د کورنۍ پر غړو ډزې کړې، چې له امله یې دوې مېرمني وژل شوي او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.

ټپیان اوسمهال د هلمند ايمرجنسي روغتون کې بستر دي.

په هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين د کورونو تلاشي مني، خو د دغې پېښې په اړه څه نه وایي.

کندهار:

بلخوا تېره ورځ سهار د وږي له ۲۸ راهيسي، کندهار ښار او ولسواليو کې هم د طالبانو له خوا کور په کور تلاشي پيل شوې، چې د ښځينه پوليسو د نشتون او په ځينو سیمو کې د غيري مسلکي چلند له امله له نيوکو سره مخ ده.

عام خلک:

د کندهار د اوومې ناحیې د يکلنګ سيمي اوسېدونکی شمس الله وایي، چې طالبان پرون د دوی کور ته د تلاشۍ لپاره ورغلي، خو يونيفرم يې نه درلود او د کورونو خونديتوب ته یې هم پام نه کاوه. نوموړی وایي د تلاشۍ پر مهال د طالبانو له پلټونکو سره د ښځينه پوليسو نشتون دغه بهیر نور هم له پوښتنو سره مخ کړی دی، ځکه د مېرمنو تلاشي په کورونو کې نارينه نشوای کولای.

د زيهشاه په نوم د کندهار د دوهمي عينو ميني يوه اوسېدونکي وایي ”طالبان پرون ډېر وختي زموږ کور ته راغلل، شمېر يې بيخي زيات وو، مېرمني ورسره وي، خو چلند يې ډېر غيري مسلکي وو، زموږ سره یې داسي چلند کاوه، لکه غچ چي اخلي، د ښځو په کاليو کې نارينو او ښځو دواړو ګډ کتل، چې دا مناسب کار نه دی.”

ټولنيزي رسنۍ او د چارو شنونکي:

په سويلي حوزه کې د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې عمليات د ټولنيزو رسنیو د کارکونکو له غبرګون سره هم مخ شوي دي.

د ټولنيزو رسنیو مشهور کارکونکي او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون په يوه ویډيويي پېغام کې، چې پر خپله فېسبوکپاڼه یې خپور کړی، د کورونو تلاشي د ملت پروړاندي د طالبانو کمين نيونه بللې.

مرهون ویلي، چې طالبان د دې پرځای، چې ملي يوالي ته کار وکړي او ډېر زیات مشکوک او مطلوب هدفونه وڅاري له ملت سره د جګړې په درشل کې دي او د بهرنيانو په څېر يې د عامو خلکو د کورونو پلټل پيل کړي.

مرهون د طالبانو له لومړۍ درجې مشرانو څخه غوښتي، چې د ولس سره د ضدیت پر ځای د هغوی د انسجام لپاره کار وکړی او د افغانستان ټول قومونه دي سره متحد کړي.

د کابل پوهنتون دغه استاد ویلي، چې د تېر حکومت په څېر که طالبان هم د خلکو دغو ډول ځورونو ته دوام ورکړي د حکومت ژوند به یې ډېر لنډ وي.

هغه ویلي، چې په يو دمي ډول د ولایتونو تلاشي په لوړو امکاناتو شونې ده، چې دغه وړتیا په اوس مهال کې طالبان نه لري.

د کورونو د تلاشۍ په اړه د طالبانو نظر:

په سويلي حوزه کې د کورونو د پلټني د عملياتو د همغږۍ چارې، چې په کندهار ولایت کې ترسره کیږي د دغه ولایت مسوولين وایي دغه عمليات بريالي دي او زياتي لاسته راوړني پکې لري.

د کندهار د والي ویاند عطاالله زيد وایي: «دغو عملياتو کې خلک ورسره همکار دي او دوی توانېدلي، چې ګڼ پوځي وسايط، سپکي او درنې وسلي او نور تجيزات لاسته راوړي.»

د کورونو د تلاشۍ په اړه قانون څه وایي؟

د افغانستان د اساسي قانون د ۳۸ مادې پربنسټ افراد او کورونه له هر ډول پلټني څخه خوندي دي، خو يوازي د ښکاره جرم د ليدلو په صورت کې د ځانګړو تشريفاتو (د محکمې د حکم، د کور د څښتن په اجازه) کورونه پلټل کېدای شي، هغه هم په داسې صورت کې چې د جرم قوي نښي او خطر موجود وي.

د افغانستان د پوليسو قانون:

د افغانستان د پوليسو قانون، چې په ۱۳۸۸ کال کې نافذ شوی په ۱۶ ماده کې يې د افرادو د تلاشۍ، ۱۷ ماده کې يې د شيانو د تلاشۍ او ۱۸ ماده کې د کورونو د تلاشۍ يادونه شوې ده.

د پوليسو د قانون د ۱۸ مادې له مخې کورونه باید څنګه تلاشي شي؟

د افغانستان د پوليسو د قانون د ۱۸ مادې پربنسټ د کورونو تلاشي هغه مهال شونې ده، چې خطر، وسلې او د جرايمو د ترسره کولو نښي موجودې وي.

د پوليسو د قانون ۱۸ ماده کې وضاحت موجود دی، چې د کورونو تلاشي باید د محکمې د حکم او د کور د خاوند په اجازه په ځانګړي تشريفاتو د ځانګړي جرم او ځانګړي شک د رفع کولو په موخه ترسره شي.

د جزا قانون:

د افغانستان د جزا قانون د ۳۴ مادې پر اساس، کله، چې يو کور تلاشي کیږي باید موخه ورڅخه د مشخص شک رفع کول وي او د همدا قانون په ۳۶ او ۳۷ مادو کې راغلي، چې کله په کور کې څوک نه وي کور نشي پلټل کېدلای او کور به د دوو شاهدانو په حضور کې تلاشي کیږي.

په ټولو کې د کور تلاشي په ډېر محدود او قانوني ډول ترسره کیږي، چې ټول شرايط ورته پوره وي او له پلټني او تلاشۍ څخه لاسته راغلي اسرار د څارنوالۍ له دوسې پرته بل چاته د شخص د ټولنيز حثيت د خونديتوب په موخه ښکاره نه کړي.

د اسلام له نظره د کورونو خونديتوب:

له مذهبي اړخه د کورونو او استوګنې سيمو د خونديتو په اړه اسلام کې هم ټینګار شوی دی.

د نور صورت په ۲۷ او ۲۸ نمبر آیات کې الله ج فرمائلي: که تاسو پردي کور ته داخليږئ باید د کور له مالک څخه اجازه واخلئ.

د قانون پوهانو له نظره د کورونو تلاشي:

د کورونو او افرادو تلاشي، چې له ځانګړو شرايطو سره تړلې ده، قانون پوهان يې له توپير پرته ترسره کول له قوانينو سره په ټکر کې عمل بولي.

په کندهار او کابل کې د پوهنتون يوه پخواني استاد او حقوق پوه جمیل صابري د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې اوسنۍ تلاشي د ټولو قوانينو او اوامرو سره په ټکر کې ده او باید ورته شرايط برابر(ښځينه پوليسي، مسلکي افراد، شک) موجود اوسې او بیا د کورونو او توکو تلاشي ترسره شي، خو په ټوليزه توګه د کورونو تلاشي هيڅ قانون نه ده واضح کړې، ځکه ټول ولس مجرم نه شي کېدای.