د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له هر لسو ځوانو ښځو څخه اته تنه یې له زدهکړو، روزنې او کار کولو محرومې دي.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه په څرګند ډول وروسته پاتې دي.
د راپور له مخې، د افغانستان د جنسیتي شاخص پر بنسټ، د ښځو او سړیو تر منځ په روغتیا، زدهکړه، اقتصادي مشارکت او پرېکړو نیولو برخو کې ۷۶ سلنه توپیر شته، چې افغانستان ته یې د نړۍ دویم تر ټولو پراخ جنسیتي واټن لرونکی هېواد مقام ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، له هغه وروسته چې طالبانو پر نجونو او ښځو د متوسطه او لوړو زدهکړو، په ځانګړي ډول د طبي زدهکړې بندیز ولګاوه، د نجونو لپاره د متوسطه زدهکړو د بشپړېدو کچه ډېر ژر صفر ته رسېږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې افغانستان د کار ځواک په برخه کې هم د نړۍ له تر ټولو لویو جنسیتي واټنونو څخه یو لري؛ ځکه یوازې ۲۴ سلنه ښځې په کاري ځواک کې برخه لري، پداسې حال کې چې دا شمېره د سړیو لپاره ۸۹ سلنه ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې مالي واټن هم همدومره شدید دی؛ د نوي شاخص له مخې، سړي د دې امکان درې چنده زیات لري چې بانکي حساب ولري یا د موبایلي پیسو له خدماتو څخه استفاده وکړي، نسبت ښځو ته.