بشري حقوق

سرچینې: ایران کې د اسراییلو په برید کې یو افغان وګړی وژل شوی

۱۸ کلن افغان وګړی چې پر ایران د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وزل شوی دی.

سرچینې آمو ته وايي، چې پر ایران د اسراییلو د وروستیو هوایي بریدونو په ترڅ کې یو ۱۸ کلن افغان وګړی وژل شوی او لږ تر لږه درې نور افغانان ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان، چې عبدالولي نومېده، د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د اقتصادي ستونزو له امله د کار موندنې په موخه ایران ته تللی و. سرچینې وایي، هغه له خپلو یو شمېر ملګرو سره د اسراییلي پوځ د وروستيو عملیاتو پر مهال په نښه شوی و.

د هغه پلار، عبدالغني، د خپل زوی مرګ تایید کړی او ویلي یې دي چې زوی یې د سه‌شنبې په ورځ په ایران کې وژل شوی دی.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو د امنیت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي، په ځانګړي ډول د اسراییلو او ایران ترمنځ د سرحدي ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره.

سرچینې زیاتوي چې په ایران کې اوسېدونکي ډېر افغانان له هغو زیان منونکو قشرونو څخه دي، چې پکې پخواني د بشري حقونو فعالان، خبریالان، او د ښځو د حقونو مدافعین شامل دي – هغه کسان چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه تښتېدلي دي. ډېری یې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو توان نه لري.

بشري مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د سیمې په شخړو کې ګېر بې‌ځایه شوي افغانان له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي او د خوندي کېدو یا بیا ځای پر ځای کېدو محدود فرصتونه لري.