منځنی ختیځ

د ایران او اسرائیلو د جګړې پنځمه ورځ: ټرامپ د ایران د تسلیمۍ غوښتنه کړې

د ایران او اسرائیل ترمنځ د نښتې نن پنځمه ورځ ده او لا هم دواړو خواوو پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی دی. ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ,ویلي چې دی د ایران د بشپړې تسلیمۍ په لټه کې دی.

نوموړی د کاناډا د جي‌اووه ډلې له ناستې مخکې ووته او د تهران له اوسېدونکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دغه ښار پرېږدي. بلخوا، د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې د تېرې شپې د بریدونو پر مهال، د ایران د خاتم‌الانبیاء د مرکزي قوماندې نوی ګمارل شوی قوماندان، علي شادماني هم وژل شوی دی.

دواړو خواوو تېره شپه بیاهم پر یو بل د درنو توغندیو بریدونه وکړل، تر دې چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د جي۷ هېوادونو له ناستې مخکې له وخته ووت او د تهران له اوسېدونکو یې وغوښتل چې ژر تر ژره له دې ښاره ووځي.

ټرامپ خپل ټیم ته امر کړی چې ژر تر ژره له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې پیل کړي. ټرامپ، چې د اوربند غوښتنه یې رد کړې، وویل چې “تر دې لویه مسئله” روانه ده.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي: «هیڅکله او په هېڅ ډول ما د ایران سره د سولې خبرو ته لومړيتوب نه دی ورکړی. ما څه نه دي ليدلي. فکر نه کوم چې څوک دې وغواړي دې موضوع ته داخل شي. حالات ډېر ګډوډ دي.»

په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، باور لري چې د اسرائیل بریدونه د ایران اټومي پروګرام ډېر شاته غورځولی دی. د اسرائیلو پوځ وايي چې د ایران درې مهم اټومي تأسیسات او څو ساینس‌پوهان یې په نښه کړې دي، خو د اوښتو زیانونو کچه تر اوسه معلومه نه ده.

د ټرمپ دغه خبرداری په تهران کې یو نوی وضعیت رامنځته کړی، او ګڼ شمېر خلک، په ځانګړې توګه لسګونه افغان کډوال، له دې ښاره د سهار په لومړیو ساعتونو کې وتلي دي. هند او پاکستان هم له تهران څخه د خپلو زده‌کوونکو د ایستلو بهیر پیل کړی. سره له دې، د دواړو اړخونو ترمنځ د کړکېچ راتلونکی لا هم ناڅرګند پاتې دی.

د سه‌شنبې له غرمې وروسته، د اسرائیلو پوځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي، د دوی په بریدونو کې د ایران د خاتم‌الانبیاء د مرکزي قوماندې نوی قوماندان، علي شادماني، وژل شوی دی. علي شادماني یوازې څلور ورځې وړاندې، د غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته، په دې دندې وګمارل شو.

د دواړو خواوو د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان په ایران کې او ۲۴ کسان په اسرائیلو کې وژل شوي دي.