افغانستان

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسانو ژوند بایللی

په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکو پېښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس په غزني کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چې لومړۍ پېښه تېر ماښام مهال د آب بند ولسوالۍ اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار د تیلو ټانکر، مسافر وړونکي موټر او زرنج ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې. په دغه پېښه کې، دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا، دویمه پېښه په ګیلان ولسوالۍکې د یوه ټوډي موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې، چې په کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.