منځنی ختیځ

نتانیاهو: ایران به ډېره درنه بیه ورکوي

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي، چې ایران به د اسراییلي ملکیانو د وژل کېدو په بدل کې «ډېره درنه بیه» ورکړي.

هغه دا خبرې په هغه استوګنیز ودانۍ کې وکړې، چې په بات یام ښار کې د توغندي هدف ګرځېدلې وه.

نتانیاهو دغه برید «د ملکیانو، ښځو او ماشومانو قصدي وژنه» وبلله او زیاته یې کړه، چې ایران د اسراییل د موجودیت لپاره یو «جدي ګواښ» بلل کېږي.

نتانیاهو همداراز له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل: «زموږ زړونه له داغمجنو کورنیو سره دي» او له خلکو یې وغوښتل چې د چارواکو له لوري صادر شوي د خوندیتوب لارښوونې په دقت سره تعقیب کړي.