نن شنبه، د غبرګولی ۲۴مه د «مور نړیوالې ورځې» سره برابره ده. له دې ورځې څخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د میندو د خدمتونو او فداکاریو د درناوي په موخه لمانځنه کېږي.
خو دا ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې را رسېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې میندې او ښځې له خپلو ډېرو حقونو او ازادیو بېبرخې شوې دي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، پر ښځو او میندو یې سخت محدودیتونه او بندیزونه ولګول. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د وروستي راپور پر بنسټ، ښځې عملاً د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ټولنې څخه حذف شوې دي.
تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې ویلي و، چې د طالبانو محدودیتونه او د بودیجې کمښت د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ستونزې جوړې کړې دي، چې کله ناکله د میندو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د مور د ورځې لمانځنه له نن څخه شاوخوا ۱۲۰ کاله وړاندې پیل شوې ده.
آن جارفیس، چې یوه ټولنیزه فعاله وه، په ۱۹۰۷ میلادي کال کې، هغه مهال چې د امریکا متحده ایالات د مالي بحران له امله له کړکېچه سره مخ و، د میندو د درناوي لپاره د یوې ځانګړې ورځې د ټاکلو لپاره مبارزه وکړه. دا هڅه یې د خپلې مور د مړینې د لومړۍ کلیزې په مناسبت ترسره کړه.
وروسته، توماس وډرو ویلسن، چې د امریکا د ډموکرات ګوند ۲۸م ولسمشر و، په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د مور ورځ په رسمي توګه د ملي رخصتۍ ورځ اعلان کړه.
دا دود په جرمني کې، تر ډېره د ګل پلورونکو اتحادیې له لارې، د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رواج شو. په هغه وخت کې، سپین میخک د مور د ورځې نښه ګڼل کېده.
د لومړي ځل لپاره، ناسيونال سوسیالیستانو (نازيانو) د ۱۹۳۴ میلادي کال راهیسې، د مور ورځ رسمي رخصتي اعلان کړه.
اوس مهال، له ۴۰ زیات هېوادونه د جون ۱۴مه، چې د غبرګولي ۲۴مه سره برابره ده، د «نړیوالې مور د ورځې» په توګه لمانځي.