ورزش

د افغانستان د ۲۰ کلنو کم عمره ملي لوبډله د منځنۍ آسیا په سیالیو کې له قرغیزستانه ماتې وخوړه

د افغانستان له شل کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې، د منځنۍ آسیا د اتلولۍ په سیالیو کې له قرغیزستان څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان ملي لوبډله په خپله دویمه سیالۍ کې د درې پر صفر پایلې سره خپل سیال ته تسلیمه شوه. تر دې مخکې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د تاجیکستان پر وړاندې د دوه پر صفر توپير سره بایللې وه.

د کافا دا پړاو سیالۍ د تاجیکستان په کوربه توب روانې دي، او افغانستان په الف ګروپ کې له قرغیزستان او تاجیکستان سره یو ځای شوی دی.