سیاست

‎افغانستان، د اسلو فورم په څنډه کې

نن د اسلو فورم دوهمه او وروستۍ ورځ ده. د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د دې ناستې په څنډه کې سره ولیدل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې عباس عراقچي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د اسلو ۲۲مه ناسته د دوو ورځو لپاره د ناروې په کوربه توب ترسره شوه، او د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د افغانستان وضعیت هم د دې ناستې یو له مهمو موضوعاتو څخه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلو د ۲۲مې ناستې په څنډه کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې عباس عراقچي د اوسلو فورم په څنډه کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل، او وروستي پرمختګونه او د افغانستان وضعیت د دې لیدنې د مهمو اړخونو په توګه یاد شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی: «په دې ناسته کې د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل. د ایران او امریکا د خبرو اترو وروستی وضعیت او په افغانستان کې پرمختګونه د هغو موضوعاتو څخه وو چې دوی پرې بحث وکړ.»

د ناروې په کوربه توب د اسلو ۲۲مه ناسته پرون پیل شوه او نن هم دوام لري.

تیر کال هم ناروې د ۲۱مې اسلو ناستې کوربه توب وکړ، او د طالبانو یو پلاوي هم په دې ناسته کې شتون درلود؛ خو په اوسنۍ ناسته کې د طالبانو د پلاوي د شتون یا نه شتون په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر اېکس ټولنیزه شبکه په اوسلو فورم کې د طالبانو د پلاوي د نه ګډون هرکلی کړی او په د طالبانو په وړاندې یې د ناروې په وروستیو پالیسیو نیوکه کړې ده

د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د ټویټ یوه برخه: «ګرانه ناروې، د افغانستان په اړه، تاسو یوازې د تېرو نه هېرېدونکو او نه جبرانېدونکو غلطیو د جبران لپاره یو ډېر کوچنی مثبت ګام پورته کړی دی. دا ځل، تاسو طالبانو ته په اوسلو فورم کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې، چې دا یو د ستاینې وړ ګام دی.»

په همدې حال کې، هیوادوال له نړۍ غواړي چې په داسې ناسو کې د افغانستان واقعیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت، بشري حقونه او د خلکو په وړاندې د طالبانو سخت چلند له پامه ونه غورځوي.

دوو لوړ پوړو لویدیځو ډیپلوماتیکو سرچینو مخکې آمو ته ویلي وو چې د افغانستان مسله به د اسلو فورم یو له محورونو څخه وي. د دې فورم د رسمي ویب پاڼې له مخې، “د اسلو فورم” تر ډیره غیر رسنیز بحثونه دي او د دې پریکړې موخه د جنجالي مسلو او شخړو د حل او همدارنګه د سولې د ترلاسه کولو لپاره د خوندي او محرم نظرونو وړاندې کول دي.