د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا لوړپوړی غړی، محمد محقق له آمو سره په مرکه کې ویلي دي، چې ډېر ژر به د دې شورا یو پلاوی د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه، د خبرو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.
ښاغلی محقق ټینګار کوي، چې دغه سفر باید له سیاسي مسائلو سره غوټه نه شي، ځکه په خبره یې د دې سفر اصلي موخه، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده. د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د ښاغلي محقق په مشرۍ د مقاومت عالي شورا پنځه کسیز پلاوی ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر کړی وو.
ایران ته د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د پلاوي تر سفر وروسته، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق یې مشري کوله، ، اوس ټاکل شوې چې د دې شورا یو بل پلاوی اسلاماباد ته سفر وکړي. محمد محقق له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان ته د راتلونکي سفر اصلي موخه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت ارزول دي. هغه د دغو سفرونو په اړه د سیاسي موخو اوازې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې د دې لیدنو اصلي تمرکز د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده.
دا به ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا د پلاوي دویم رسمي سفر وي چې په دې وروستیو میاشتو کې ترسره کېږي. پاکستان ته تر احتمالي سفر مخکې، د روان کال د غویي په نهمه، دغه شورا اعلان وکړ چې د دوی یو پلاوی د افغان کډوالو د وضعیت د ارزونې او مشورو په موخه، ایران ته تللی و. په دغه پلاوي کې، چې مشري یې محمد محقق کوله، د دې شورا د سولې د کمېټې مشر الماس زاهد، د جمعیت اسلامي ګوند استازی خواجه محبوب صدیقي، د افغانستان د جنبش ملي اسلامي مرستیال عبدالله قرلق او د دعوت اسلامي ګوند استازی حبیبالرحمان سیاف شامل ول. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د طالب له مخالفو سیاسي څېرو جوړه ده. خو د چارو یو شمېر شنونکي بیا د دغو سفرونو په اړه داسې لیدلوری لري:
نجیب الرحمن شمال، د سیاسي چارو کارپوه: «دغه سفرونه تر ډېره سیاسي او نظامي موخې له ځانه سره لري، او آن خپله د مقاومت جبهه د دغو سفرونو موخه د هېوادونو د ملاتړ جلبول ښيي، څو خپلو سیاسي هڅو ته دوام ورکړي؛ او دا له افغان کډوالو سره هېڅ تړاو نه لري. د دوی د ادعاوو پر خلاف، چې ګواکې له ایراني چارواکو سره یې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې، تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي خبر یا حتا کوم انځور هم په رسنیو کې نه دی خپور شوی.»
بلخوا بیا، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.
لیلا، پاکستان کې افغانه کډواله: «زموږ د افغان کډوالو وضعیت چې له کلونو راهیسې په پاکستان ک ې ژوند کوو، ورځ تر بلې خرابېږي، او له دغه هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخ یو. نه د پاتې کېدو ځای لرو، نه د ستنېدو لاره.»
د ملي مقاومت عالي شورا له ایران څخه تر سفر وروسته هیله څرګنده کړې وه چې د ایران له خوا به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورو شي، خو له دې ټولو سره، له ایرانه د افغان کډوالو د شړلو شمېر لا هم د اندېښنې وړ دی او په لوړه کچه افغانان له دغه هېواده په جبري توګه اېستل کېږي.