افغانستان

اوچا: نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د سخت کمښت له کبله، نږدې ۲۳ میلیونه تنه، چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي جوړوي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خپاره کړي راپور کې کړې ده. په راپور کې راغلي، هغه ستونزمن پرمختګونه چې د مرستو رسولو په برخه کې په وروستیو کلونو کې ترلاسه شوي وو، اوس د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي.

دا وضعیت د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د پراخې بودجې د بندېدو له امله رامنځته شوی؛ دغه بودجه د ډېرو مرستندویو پروګرامونو محرکه ځواک بلل کېده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې به تر ۲۲.۹ میلیونه ډېر کسان، چې له هغو څخه ۱۰ میلیونه ښځې او نارینه د سخت زیانمنو شویو په ډله کې راځي، مرستو ته اړتیا ولري.

خو تر اوسه یوازې ۳۲۲ میلیونه ډالر د ۲.۴ میلیارده ډالرو له اړتیا شوې بودجې برابر شوي دي. دا بودجه اوس یوازې د ۱۴۵ ولسوالیو پر محدودو پروژو متمرکزه شوې، حال دا چې مخکې پلان دا و چې ۱۶.۸ میلیونه وګړي د ۴۰۱ ولسوالیو له لارې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د منابعو دا محدود انتقال د پراخو ناوړه پایلو لامل شوی دی: ۲۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، څه باندې ۱.۸ میلیونه کسانو ته زیان رسیدلی، ۴۰۰ د تغذیې مرکزونه بند شوي او شاوخوا ۸۰ زره ماشومان (تر پنځه کلنۍ کم عمر لرونکي) او حامله یا شیدې ورکونکي ښځې له اړینو خدماتو بې‌برخې شوي دي.

همداراز، د محافظتي خدمتونو، په ځانګړي ډول د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستو، او د اوبو او حفظ‌الصحې برنامو خدمات هم ډېر کم شوي دي. اوچا همداراز خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ناورینونو، لکه موسمي سیلابونو، د کرنیزو ځمکو او کورونو د ویجاړتیا او د کلیوالو خلکو د معیشت له منځه تللو له امله به بحران نور هم ژور شي.

د تېر کال په اوږدو کې د هېواد ټولې ۳۴ ولایتونه د سیلابونو تر اغېز لاندې راغلي دي. د یوه یادونې وړ مثال په یوه پېښه کې د یوې ۵۰ کلنې کونډې، سیاه‌موي، کور ویجاړ شو او مالونه یې د شپې ناوریني سیلاب کې له لاسه ورکړل: «هر څه له منځه لاړل؛ خواړه، مالونه، هر څه.»

اوچا د مرستندویو هېوادونو څخه غوښتي چې پر بیړنیو مرستو سربېره دې اوږدمهالو او له اقلیمي بدلون سره اړخ لګونکو پروګرامونو کې هم پراخې پانګونې وکړي. په راپور کې راغلي: «اوس هغه وخت رارسېدلی چې د خطر د کمښت او له اقلیمي بدلون سره د تطابق لپاره جدي ژمنتیا وښودل شي؛ ځکه چې د افغانستان بحران یوازې یوه لنډمهاله شېبه نه ده، بلکې اوږدمهاله ننګونه ده.»