د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ټيمي بروس وايي، چې هغه افغان کډوال چې د ځانګړو کډوالۍ وېزو (اسآیوي) دوسیې لري، د امریکا ته د سفر له بندیزه مستثنا دي.
هغې په یوه تازه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې دغه کسان د ډونالد ټرمپ د اجرايي فرمان له بندیز څخه معاف دي او کولی شي امریکا ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه پوهېږم چې د ویزې محدودیتونه د افغانستان د وګړو لپاره شته؛ خو د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) لپاره یو اعلان شوی استثنا شته چې وایي افغان ځانګړې ویزې – اجازه راکړئ ووایم – د امریکا ته د ننوتلو له تعلیق څخه معاف ګڼل کېږي.»
ټيمي بروس وایي، د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو کډوالۍ ویزو قونسلۍ ارزونې، په ګډون، لا هم د امریکا په سفارتونو او قونسلګریو کې په ټوله نړۍ کې دوام لري.
خو هغې د هغو کسانو په اړه څه نه دي ویلي، چې د کډوالۍ د «پي۱ او پي۲»پروګرامونو لاندې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تازه یو نوی اجرايي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو، پر وګړو امریکا ته د داخلېدو بندیز لګول شوی دی.
د ټرمپ اداره دغه فرمان د ملي امنیت په موخه ګڼي او وایي چې یاد هېوادونه یا د «ترهګرۍ» د فعالیتونو مرکزونه دي، یا د مسافرو د پېژندنې اړین معیارونه نه پالي.
یادونې وړ ده چې دا محدودیتونه تر ډېره هغو هېوادونو ته متوجه دي چې مسلمان اکثریت لري، او د امریکا د ځايي چارواکو او د بشري حقونو فعالانو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.