په خوست ولایت کې سرچینې امو ته وايي، چې په دغه ولایت کې د ادمامد تفریخي سیمه چې خوست د تڼیو ولسوالۍ پورې اړونده ده، د طالبانو لخوا یو خصوصي شرکت ته په قراراداد ورکړل شوې ده.
سرچینو سه شنبه د غبرګولي په ۲۰مه وویل، چې یاده تفریحي سیمه په خوست کې د طالبانو د والي لخوا د یوې میاشتې لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده.
د سرچینو په وینا، په یاده سیمه کې به د سیلانیانو لپاره ټولې اسنتیاوې برابرې شي تر څو ترې د ورتګ پر مهال ګټه واخیستل شي.
تراوسه د قرارداد په اړه څه نه ويل شوي، چې یاد قرارداد د یوې میاشتې لپاره په څو لکه افغانی شوی دی، خو په دغه ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند یاد قرارداد تایید کړی دی.
سرجینې وایي، چې په دې وروستیو کې د یادې سیمې سیلانیان زیات شوي دي، چې خلکو یې د لازمو اسنتیاوو له نشتون شکایت کولو.
د یادونې وړ ده، چې طالبان پلان لري تر څو په دغه ولایت کې، ځینې نورې غرنیزې تفریخي سیمې هم خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.