پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې پاکستان د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې له ۲۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
بزنس ریکارډر د دغه وزارت د بیانې په حواله ویلي، چې د تېر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې، کله چې د افغان تابعیت کارت لرونکو او همدارنګه د غیرقانوني او بېثبت بهرنیو وګړو د بیرته ستنولو بهیر پیل شو، تر اوسه ۱ میلیون او۱۰۰زرو او ۴۴۱ کسان ستانه شوي دي.
په بیانیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیو وګړو، په ګډون د افغان وګړو ته، یو ځل بیا سپارښتنه کېږي، چې په خپله خوښه له هېواد څخه ووځي» او زیاته شوې چې ستنیدونکو ته په خپل هېواد کې په درناوي سره چلند کېږي.
بیانیه وايي، چې د ستنیدونکو بهرنیو وګړو لپاره د خوړو او روغتیايي خدمتونو ترتیبات دمخه برابر شوي دي.
وزارت خبرداری ورکړی چې «هغه کسان چې د بیرته ستنولو په بهیر کې خنډونه جوړوي، یا د غیرقانوني بهرنیو وګړو سره په کار، د ملکیت کرایه کولو، هوټلونو کې د ځای ورکولو یا په کاروبارونو کې لاس لري، د قوانینو له مخې به جدي چلند ورسره وشي.»
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼو پربنسټ په تېرو لسو ورځو کې (د غبرګولي ۱۰مې تر ۱۹مې) ایران او پاکستان ۶زره او ۳۲۵ افغان کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
د دې موندنو له مخې، په دې موده کې ۵زره او ۵۰۷ کورنۍ له ایران څخه او ۸۲۳ کورنۍ له پاکستانه، هم په اختیاري او هم په جبري توګه، افغانستان ته ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تر اوسه د وروستیو درې ورځو د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېرې نه دي خپرې کړې.