د ایران د لرګان ښار د پولیسو قوماندانۍ وايي، چې د دغه هېواد پولیسو اته افغان کډوال، چې ایراني چارواکي یې «بېسند بهرني وګړي» بولي، نیولي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د لرګان د پولیسو قوماندان امیر انتظامینیا ویلي، چې دغه کډوالو هغه مهال په دې ښار کې نېول شوي چې په یوه موټر کې سپاره وو.
تر دې وړاندې د ایران د پولیسو عمومي قوماندانۍ اعلان کړی وه، چې تېر کال یو میلیون او ۱۲۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندانۍ ویاند سعید منتظرالمهدی هم مخکې ویلي وو، چې د افغان کډوالو د حضور پر وړاندې د پولیسو جدي هوډ شته او دا کسان «هیڅ شرایطو» کې نه شي کولای په ایران کې پاتې شي.
د نوموړي په وینا، د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د ایران پولیسو په هېواد کې د شاوخوا ۱۲۰۰ «ضربتي عملیاتو» له لارې له یو میلیون او ۱۷۶ زره ډېر افغان کډوال نیولي، راټول او ایستلي يې دي.
له بلې خوا د ایران د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته ضربالاجل ټاکلی، چې تر سږ کال د سرطان تر ۱۵مې دې دغه هېواد پرېږدي؛ که نه نو د نیول کېدو او جبري ایستلو له ګواښ سره به مخ شي.